د مرکزي بانک سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې سره په لیدنه کې ویلي چې دغه بانک د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مالي خدماتو پراختیا ته ژمن دی څو ټول هېوادوال یو شان له دغو خدمتونو برخمن شي.
د راپورونو له مخې، د سومالیا ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د یوه موټربم چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي.
د اروپا اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) لیګ سیالیو په پایلوبه د اسپانیا فوټبال ملي لوبډله له انګلستان سره لوبه کوي.
د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (یکشنبه، د چنګاښ ۲۴مه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ویلي چې نږدې راتلونکي افغانستان ته سفر کوي.
د اوکراین په پلازمېنه کیېف کې چارواکي وايي، پر دغه هېواد د روسیې راکټي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي دي.
د هند د ګجرات ایالت په سورات ښار کې د یوې شپږ پوړيزې ودانې نړېدو له امله اووه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان جیولوجي او کانونو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي
د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي چې ایران دوه افغان وګړي اعدام کړي دي.
هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال کې په مذهبي مراسمو کې د ډېرې ګڼېګوڼې له امله ۱۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو پر بنسټ، ترکمنستان به سږ کال د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې کوربه وي.
د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیي چې مسعود پزشکیان د پنځه میلیون او ۳۵۴ رایو په ترلاسه کولو سره له سعید جلیلي څخه مخکې شوی دی.