منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 9:02 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
سوداګري او اقتصاد

مرکزي بانک سبا ۱۵ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (یک‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

· 1 دقیقه لوستل · 261 کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان مرکزي بانک وایي چې سبا (یک‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

د افغانستان مرکزي بانک پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره پر شرایطو برابر له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

د یادونې ده چې مرکزي بانک یاده اندازه ډالر د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتلو په مخه لیلاموي.