د افغانستان د ازادو مبارزاتو ورزشکار نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال جرد ګورډون، ته ماتې ورکړه.
د ازموینو ملي اداره وایي چې کابل کې د کانکور ازموینه د ۱۵ زره کسانو په ګډون واخیستل شوه.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، هغه افغان سوداګر چې خپله پانګه له بهره هېواد ته لېږدوي، دوې نمرې ځمکې ورکول کېږي او د پنځو کلونو لپاره له مالیاتو معاف دي.
د بښنې نړۍوال سازمان په داسې حال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي، نړۍ باید له کډوالو د هرکلي ترڅنګ د هغوی له انساني حقونو دفاع وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي، د دوحې د نورو ناستو پر خلاف دا ځل د ا.ا د پلاوي ګډون لپاره شرایط برابر شوي؛ خو بیا هم باید ولیدل شي د دې ناستې اړوند پرمختګونه کوم لوري ته ځي.
د ګډو ګټو هېوادونو لپاره د روسیې فډرال اژانس ویلي چې روسیې ۲۱ ټنه بشري مرسته افغانستان ته استولې ده.
کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کاناډا د دولت له لوري د «ترهګرو ډلو» په نوملړ کې د ایران د سپاه پاسداران له
د راپورونو له مخې، خلکو د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یو تن د قران کریم سوځولو په تور په وهلو، ټکولو وژلی دی.
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزارت وایي چې کابل ښار کې یې یو «حرفهیي» کوډګر نیولی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام مقدماتي دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال اسیایي ملتونو جام ته د لار موندنې سیالیو په لړ کې سبا شپه له کوېټ سره لوبه کوي.
عدلیې وزارت وايي، له دغه وزارت سره ثبت شوو خیریه بنسټونو د بغلان او تخار له سېلابځپلو سره ۵۶ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وایي چې افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر په ارزونه، محاسباتو او خپل بهرني سیاست کې په خپلواک ډول تصمیم نیسي.