د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د کډوالۍ ادراې له رییس سره په لیدنه کې افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ناروې، ایرلنډ او اسپانیا هېوادونو له لوري د فلسطین په رسمیت پېژندلو پرېکړه یو مثبت ګام بللی دی.
د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له ایران سره د هغه چورلکې لوېدو پېښې په تړاو پلټنې ته چمتو دی چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي او څو نور لوړپوړو چارواکو په کې ژوند له لاسه ورکړ.
د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال ویلي چې د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې ناسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په یوولسمه جوړېږي او اسلامي امارت هم ویلي چې دې ناستې ته وربلل شوي او په دې غونډه کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیول شي.
په بامیان ولایت کې پر بهرنیو ګرځندویانو د تېرې ورځې برید ملي او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د چارو یووالي، له تشکیلاتي تورم او بېځایه لګښتونو څخه د مخنیوي په موخه اته ادارې له ځینو نورو ادارو سره مدغم شوې دي.
د راپورونو له مخې، هند له چابهار بندره د استفادې او پراختیا برخو کې له ایران سره لس کلن تړول لاسلیک کړ.
د راپورونو له مخې، د برازیل هېواد په ریو ګرانډه دو سول ایالت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۴۳ کسان مړه شوي او ۱۲۵ نور نادرکه دي.
اروپايي ټولنې او د کډوالۍ او روغتیا نړۍوالو سازمانونو افغانستان کې له سېلابځپلو سره د درملو، سرپناه، لومړنیو اړینو او نورو توکو مرسته کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې یې د څو بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۶۲ جریب کوکنار اړولي دي.
د افغانستان د فوټبال او فوټسال ملي ټيمونو وروستۍ لاسته راوړنې په داسې حال کې ستایل کېږي چې د افغانستان د ورزش عمومي رییس د ورزشکارانو پر ملاتړ ټينګار کوي.
د راپورونو له مخې، برازیل کې د سېلابونو راوتلو له امله ۵۵ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.