د ملګرو ملتونو سیاسي مرستیال ویلي چې د افغانستان په تړاو د دوحې راتلونکې ناسته د روان کال د چنګاښ میاشتې په یوولسمه جوړېږي او اسلامي امارت هم ویلي چې دې ناستې ته وربلل شوي او په دې غونډه کې د ګډون په اړه به تصمیم ونیول شي.
په بامیان ولایت کې پر بهرنیو ګرځندویانو د تېرې ورځې برید ملي او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.
د اسلامي امارت ویاند وايي، د چارو یووالي، له تشکیلاتي تورم او بېځایه لګښتونو څخه د مخنیوي په موخه اته ادارې له ځینو نورو ادارو سره مدغم شوې دي.
د راپورونو له مخې، هند له چابهار بندره د استفادې او پراختیا برخو کې له ایران سره لس کلن تړول لاسلیک کړ.
د راپورونو له مخې، د برازیل هېواد په ریو ګرانډه دو سول ایالت کې د سېلابونو راوتلو له امله ۱۴۳ کسان مړه شوي او ۱۲۵ نور نادرکه دي.
اروپايي ټولنې او د کډوالۍ او روغتیا نړۍوالو سازمانونو افغانستان کې له سېلابځپلو سره د درملو، سرپناه، لومړنیو اړینو او نورو توکو مرسته کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې یې د څو بېلابېلو عملیاتو پر مهال ۲۶۲ جریب کوکنار اړولي دي.
د افغانستان د فوټبال او فوټسال ملي ټيمونو وروستۍ لاسته راوړنې په داسې حال کې ستایل کېږي چې د افغانستان د ورزش عمومي رییس د ورزشکارانو پر ملاتړ ټينګار کوي.
د راپورونو له مخې، برازیل کې د سېلابونو راوتلو له امله ۵۵ کسان مړه شوي او شاوخوا ۷۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد کابل کې د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کې ویلي، له دغه هېواد سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو غوښتنه کوي.
نړۍوال بانک ویلي چې د معیشتي پروژو د پلي کولو لپاره له افغانستان سره د ۸۴ میلیون ډالرو مرسته کوي.
د ماشومانو ژغورنې سازمان اعلان کړی چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون د ۶۷۵ زره هغو کسانو درملنې پهموخه چې پر خطرناکو خو د مخنیوي وړ ناروغیو اخته دي، ۹۲ ټنه درمل افغانستان ته وارد شوي.