زرنج (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د نیمروز له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وایي، د وروستیو سېلابونو له امله په دلارام ولسوالۍ کې له
د نیمروز ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د بشري مرستو د وېش بهیر شفاف نه دی؛ خو مسوولین دا موضوع ردوي او وايي، د مرستو د وېش بهیر شفاف او عادلانه دی.
زرنج (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۱): د نیمروز ولایت په لرو سیمو کې زرګونو ماشومانو ته ۵۰۰ سیمهییز او د چټکو زدهکړو ټولګي جوړ شوي دي؛
د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د مرکز زرنج او ولسوالیو په بازارونو کې د پیازو بیه په بېسارې توګه لوړه شوې چې دوی یې د پېرلو توان نه لري.
د نیمروز د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري او د خدماتو د ښه کېدو غوښتنه کوي؛ خو د اترا اداره وايي، د ستونزې د حل لپاره ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.
د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د ښوونکو او درسي کتابونو کمښت د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ډېرو ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوی دی.
د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د (سلطانخېل او محبتخېل) قومونه له ۳۵ کلنې دښمنۍ او وینې تویونې وروسته د ځايي حکومت په منځګړیتوب له یو بل سره پخلا شول.
د نیمروز سوداګر وايي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ابریښم بندر له لارې د سوداګرۍ کچه د بېلابېلو لاملونو له امله د پام وړ کمه شوې ده.
د نیمروز ولایت سیمهییزې سرچینې د یوې نجلۍ د ځانوژنې او په دوو نورو جلا پېښو کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکوي.
د نیمروز مرکز زرنج ښار په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله ۱۲ دوکانونه سوځېدلي او له درې میلیون افغانیو ډېر مالي زیان اوښتی دی.
په هېواد کې د یخنۍ په زیاتېدو سره، د جوزجان مسوولین په دغه ولایت کې د درېیو کسانو د مړینې او د څه باندې درې زره څارویو د له منځه تللو خبر ورکوي او وايي، هڅه کوي چې د دغو پېښو زیانمنو ته بشري مرستې ورسوي.
د نیمروز مرکز زرنج ښار اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره، په بازار کې اوبه او ګاز نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي نو شرکتونه يې په درې برابره لوړه بیه پلوري.