ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې زرګونو ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده

نیمروز کې زرګونو ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده

author avatar
12 Mar 2023 - 19:47
نیمروز کې زرګونو ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده
author avatar
12 Mar 2023 - 19:47

زرنج (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۱): د نیمروز ولایت په لرو سیمو کې زرګونو ماشومانو ته ۵۰۰ سیمه‌ییز او د چټکو زده‌کړو ټولګي جوړ شوي دي؛ په دغه ولايت کې مېشتې کورنۍ او ماشومان د دغو ټولګيو پر جوړېدو خوښي څرګندوي او د دغه پروګرام د لا پراخېدو غوښتنه کوي.

د علم زده‌کړه د انسان یو اساسي حق دی، د اسلام سپېڅلي دین زده‌کړه پر نر او ښځه فرض کړې، خو په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو او ناامنیو له امله لا هم په لرو سیمو کې ښوونځي نه دي جوړ شوي او ماشومان له دغه حق نه محروم دي.

د پوهنې وزارت د خپلو نړۍوالو همکارانو په همکارۍ هڅه کوي چې د سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګیو په جوړولو سره تعلیم ته له ښوونځیو محرومو ماشومانو او ځوانانو لاسرسی ډېر کړي.

اوس په نیمروز کې د ۵۰۰ «سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګیو» په جوړېدو سره زرګونه ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د نيمروز د پوهنې رياست تدريسي مرستيال قاري شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (يونيسف) په مالي مرسته او د «کوار موسسې» په همکارۍ د زرنج ښار او خاشرود، چخانسور، کنګ، چهاربرجک او دلارام ولسوالیو په لرو سيمو کې ۵۰۰ سیمه‌ییز او تسریعي ټولګي جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه، د دغو ټولګیو په جوړېدو سره له ۱۷۵۰۰ ډېرو نجونو او هلکانو ته چې په خپلو سیمو کې د ښوونځیو نشتوالي یا لرې‌والي له امله له زده‌کړو محروم وو، د ښوونې زمینه برابره شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د يادو ۵۰۰ تولګیو له ډلې ٩٢ په زرنج ښار کې او ۴۰۸ نور د دغه ولايت په لرو سيمو او ولسواليو کې فعال شوي دي.

هغه په ​​ډاګه کړه چې د پوهنې رياست په ولسواليو کې د ښوونکو، درسي کتابونو او تجهيزاتو له سخت کمښت سره مخ دی او له همدې امله د سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو سره یې -چې له پوهنې ریاست سره په هغمږۍ د یونیسف له خوا جوړ شوي- له زده‌کړو محروم سلګونو ماشومانو ته د درس زمینه برابره کړې ده.

سرچينې په داسې حال کې چې ویل یې، هر پروګرام چې د پوهنې په برخه کې اغېزناک وي، د پوهنې رياست ورسره همکاري کوي، زياته کړه: «په هره ولسوالۍ کې نيمايي ښوونځي د ښوونکو د کمښت له امله غيرفعال دي او ماشومان له زده‌کړو شاته پاتې وو.»

نوموړی د دغو نوو ټولګيو پر جوړېدو خوښي څرګندوي، خو وايي، په دې پروژه کې نيمګړتياوې هم شته چې د يونيسف او کوار موسسې له خوا بايد ژر تر ژره حل شي، څو ماشومانو او ښوونکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

شریفي په ولسوالیو کې د کتابونو، وسایلو، فرشونو او درسي توکو کمښت عمده ستونزې وبللې او ویې ویل، یادې ستونزې باید ژر تر ژره د یونیسف او کوار موسسې له خوا هوارې شي.

په ورته وخت کې، په نیمروز کې د کوار موسسې رییس منیراحمد شېرزاد چې د یادو پروژو د پلې کولو مسوولیت پر غاړه لري وایي، اوسمهال په مرکز او ولسوالیو کې د ۵۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړېدو سره ۱۷ زره او ۵۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په خاشرود ولسوالۍ کې ۱۱۵، چخانسور کې ۳۱، کنګ کې ۴، چهاربرک کې ۲۵ او په دلارام کې ۲۳۶ سیمه‌ییز او د چټکو زده‌کړو ټولګي جوړ شوي چې په زرنج کې ۸۹ دغه ټولګي د نجونو لپاره ځانګړي شوي دي.

هغه څرګنده کړه، د یونیسف له خوا زده‌کوونکو ته کتابونه، روغتیایي کیټونه، د ښوونکو کیټ، د ټولګي کیټ، د اوبو ټانکۍ او د اوبو ترموزونه وېشل شوي دي.

هغه د نیمګړتیاوو او ستونزو په برخه کې وایي، یوازې په پښتو ژبه کې کتابونه کم دي او ځینې نیمګړتیاوې به ډېر ژر پوره شي.

شېرزاد د سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګیو د توپیر په اړه وویل، په سیمه‌ییزو ټولګیو کې زده‌کوونکي په نورمال ډول د یوه کال په موده کې فارغېږي او په چټکو زده‌کړو ټولګيو کې دوه ټولګي په یوه کال کې فارغوي، همداراز د سیمه‌ییزو تولګیو لپاره د زده‌کوونکي عمر له ۷ تر ۹ کلنۍ پورې او د چټکو زده‌کړو ټولګیو لپاره له ۱۰ تر ۱۵ کلنۍ پورې وي چې تر شپږم ټولګي به دوام ولري.

د یادې پروژې پلې کولو مسوول د سیمه‌ییزو تولګیو د اغېز په اړه وویل، هغو ماشومانو چې بڼوالي او یا شپني کوله او د درس وخت یې وو، اوس د بڼوالۍ پر ځای درس وایي.

کورنۍ او ماشومان د یادو ټولګیو له جوړېدو خوښ دي.

د کنګ ولسوالۍ د سردشت کلي اوسېدونکی محمدعمر وایي، دوې لوڼې یې چې د لارې لرې‌والي او د ښوونځي نشتوالي له امله د سواد له نعمته محرومې وي، اوس یې خپل کور ته نږدې یوه جوړ شوي سیمه‌ییز ټولګي کې شاملې کړې دي.

هغه زیاته کړه: «ډېر وخت مې دا هېله وه چې کاش یوه وسیله مې درلودلای څو ماشومان مې ښوونځي ته پرې وړلای او راوړلای، غریب یو، د قلم او کتابچې اخیستلو توان هم نه لرو، اوس د یادو ټولګیو په جوړېدو سره دوه لوڼې مې چې ۸ او ۹ کلنې دي، په لومړي او دویم ټولګي کې درس وایي او ډېره لېوالتیا لري.»

عمر زیاته کړه، د کنګ ولسوالۍ ډېر ښوونځي د ښوونکو کموالي له امله غیرفعال دي، له همدې امله له زده‌کړو سره لېوال ماشومان له درسونو محروم دي، خو د یونیسف په دغه نوښت سره سلګونو ماشومانو زده‌کړو ته لاسرسی وموند  او دغه ټولګي یو ښه فرصت دی چې ټول لرې کلي باید ترې استفاده وکړي.

هغه له پوهنې وزارته د هېواد په نورو سیمو کې هم د ورته ټولګیو جوړولو غوښتنه کوي.

۱۴ کلن عبدالله هغه ماشوم دی چې په دلارام ولسوالۍ کې د ناامنیو او ښوونځیو بندېدو له امله له درېیو کلونو راهیسې له ښوونځي پاتې دی. هغه وايي: «له درس ویلو سره مې ډېره لېوالتیا درلوده، خو زموږ په ولسوالۍ کې به تل جګړه وه، ښوونځي تړلي وو او موږ نشو کولای.»

هغه د یاد سیمه‌ییزو ټولګیو له جوړېدو خوښ دی او وايي، ده او د ده په څېر نورو ماشومانو ته چې له زده‌کړو محروم وو، اوس دا زمینه برابره شوې چې د سواد له نعمته برخمن شي.

د چخانسور ولسوالۍ د سيمه‎ييز ټولګي يوه ښوونکې فاطمه هم وايي، د «ملا رسول دفکي» په کلي کې ډېر ماشومان د کورنيو کمزوري اقتصاد او له ښوونځي د لرې‌والي له امله له زده‌کړو بې‌برخې وو چې د یادو ټولګیو په جوړېدو سره په مینه او لېوالیتا درس ته راځي او ټول درسي امکانات یې په واک کې ورکړل شوي دي.

نوموړې وايي، ‎اوسمهال په لومړي ټولګي کې د ٢١ نجونو او ١٤ هلکانو په ګډون ٣٥ ماشومانو ته تدریس کوي خو د کلي تقاضا له دې ډېره ده، خو ټولګی له دې ډېر ظرفيت نه لري.

هغه ماشومانو ته زده‌کړو زمینې پر برابرېدو خوشحاله ده او زياتوي، خپله هم ډېر وخت وزګاره و خو د یادو ټولګيو په جوړوېدو سره يې وکولای شول چې له خپلې پوهې ماشومانو ته د تدریس له لارې استفاده وکړي.

نوموړې د هېواد په ټولو برخو کې د دغه پروګرام غځېدو غوښتنه وکړه.

د ملا رسول کلي د شورا رییس‎ عبدالصمد وايي، په چخانسور ولسوالۍ کې اړتيا ته په کتو ٣١ سيمه‌ييز ټولګي شته چې اوسمهال فعال دي او ماشومانو ته د کتاب، درسي توکو، بخارۍ، د څښاک اوبو په څېر ښه امکانات برابر شوي څو هغوی په پوره لېوالتیا زده‌کړې وکړي.

هغه زياته کړه: «زما د مشاهدې له مخې، په یادو ټولګيو کې داسې زده‌کوونکي هم وو چې د ديني مسايلو په برخه کې هم وروسته پاتې وو چې اوس يې لمونځونه هم زده کړي، جرئت يې پیدا کړی، ليکل او لوستل يې زده‌کړي دي.»

د پوهنې ریاست له لوري د سيمه‌ييزو ټولګيو د څارنې او ارزونې مسوول رضا يعقوبي وايي، دغه ټولګي په هغو سيمو کې جوړ شوي چې ښوونځي يې نه درلودل او له دې سره زرګونو ماشومانو زده‌کړو ته لاسرسی وموند.

هغه زیاته کړه، د ترسره شوې سروې له مخې اړتیا ده چې د یاد ولایت په دلارام، خاشرود او چهاربرجک ولسوالیو کې  نور ټولګي هم جوړ شي.

Visits: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.