ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې وروستیو سېلابونو مالي زیانونه اړولي

نیمروز کې وروستیو سېلابونو مالي زیانونه اړولي

author avatar
30 Mar 2023 - 15:51
نیمروز کې وروستیو سېلابونو مالي زیانونه اړولي
author avatar
30 Mar 2023 - 15:51

زرنج (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د نیمروز له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس وایي، د وروستیو سېلابونو له امله په دلارام ولسوالۍ کې له ۲۷۰۰ جریب ډېرې کرنیزې ځمکې او لسګونه کورونه ویجاړ شوي او لسګونه څاروي له منځه تللي دي.

د نیمروز له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمدقاسم محمد پژواک اژانس ته وویل، د سروې ټيمونو د معلوماتو له مخې، په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۹ کورونه په بشپړ او ۳۷ نور په نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په یاده ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۵۰ څاروي له منځه تللي، ۱۵۰ ژورې څاه‌ګانې او له ۲۷۰۰ جریب ډېرې کرنیزې ځمکې په بشپړ ډول تخریب شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ډېری تخریب شوي کښتونه د غنمو او اوربشو وو.

هغه وویل، د دغو سېلاب‌ځپلو په اړه راپور چمتو او د مرستو لپاره اړوندو حکومتي ادارو او مرستندویه موسسو ته استول شوی څو له دوی سره مرستې وشي.

Visits: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.