ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج ښار په یوه مارکېټ کې اورلګېدنې له درې میلیون افغانیو ډېر مالي زیان اړولی

د زرنج ښار په یوه مارکېټ کې اورلګېدنې له درې میلیون افغانیو ډېر مالي زیان اړولی

author avatar
20 Jan 2023 - 11:06
د زرنج ښار په یوه مارکېټ کې اورلګېدنې له درې میلیون افغانیو ډېر مالي زیان اړولی
author avatar
20 Jan 2023 - 11:06

 زرنج (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د نیمروز مرکز زرنج ښار په یوه مارکېټ کې د اورلګېدنې له امله ۱۲ دوکانونه سوځېدلي او له درې میلیون افغانیو ډېر مالي زیان اوښتی دی.

د نیمروز امنیه قوماندانۍ د اطفایې امر حافظ عبدالحمید زرنجي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه اورلګېدنه تېره شپه د زرنج ښار په «نظري» مارکېټ کې رامنځته شوه چې په پایله کې یې ۱۲ دوکانونه وسوځېدل.

نوموړي زیاته کړه، یاده اورلګېدنه د برېښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې وه او هټۍوالو ته یې له درې میلیون افغانیو ډېر مالي زیانونه واړول.

هغه وویل، اورلګېدنې یو ساعت دوام وکړ او د خلکو او د امنیې قوماندانۍ اطفایې امریت په هلو ځلو مهار او د لا ډېرو زیانونو اوښتو مخه ونیول شوه.

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.