ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز اوسېدونکي: د پیازو بیه په بې‌سارې توګه لوړه شوې، د پېرلو توان یې نه لرو

د نیمروز اوسېدونکي: د پیازو بیه په بې‌سارې توګه لوړه شوې، د پېرلو توان یې نه لرو

author avatar
28 Feb 2023 - 14:50
د نیمروز اوسېدونکي: د پیازو بیه په بې‌سارې توګه لوړه شوې، د پېرلو توان یې نه لرو
author avatar
28 Feb 2023 - 14:50

زرنج (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۱): د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د مرکز زرنج او ولسوالیو په بازارونو کې د پیازو بیه په بې‌سارې توګه لوړه شوې چې دوی یې د پېرلو توان نه لري.

د نیمروز مرکز زرنج ښار یوه اوسېدونکي میرویس پژواک خبري اژانس ته ویل، په وروستۍ یوه میاشت کې د پیازو بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

هغه وویل، مخکې د زرنج ښار په بازار کې یو کیلوګرام پیاز په ۲۰ افغانۍ خرڅېده خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې چې پیاز کم شوي، د یو کیلوګرام بیه یې له ۲۰ نه ۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «پیاز د هر ډول خوړو برابرولو لپاره مهمه اړتیا ده چې له همدې امله یې ورځنی مصرف ډېر دی، په هر ډول خوړو کې باید له پیازو کار واخیستل شي، نو کله چې دومره قېمته شي خلک به په خپلو خوړو کې څه کاروي؟»

د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکې نادیې پژواک ته وویل، د دغه ولسوالۍ په بازارونو کې یو کیلوګرام پیاز په ۱۱۰ افغانۍ پلورل کېږي چې دا د بې‌وزلو خلکو لپاره ډېره لوړه بیه ده.

نوموړې مسوولین پر بې‌غورۍ تورنوي او وايي: «دولت باید د خلکو په فکر کې وي، ستونزې هوارې کړي، ښاروالي باید هره ورځ د بازار نرخ کنټرول کړي.»

په زرنج کې ښار کې د پیازو یو عمده پلورونکی فخرالدین وايي چې پاکستان ته د پیازو صادراتو له امله، په داخلي بازارونو کې د هغه بیه بې‌سارې لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، تر راتلونکو څو ورځو د تاجکستان او هندوستان پیاز هېواد ته راځي چې ښايي د پیازو بیې پر ټیټوالي اغېز وکړي.

په ورته مهال، د زرنج ښاروال مولوي نورالدین حمزه له پژواک سره په مرکه کې وویل، د کال په وروستیو کې پیاز کمېږي او د کرلو موسم یې نه وي، نو له همدې امله یې بیه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، په نورو ولایتونو کې هم د پیازو بیه لوړه شوې، خو دا چې په نیمروز کې پیاز نه کرل کېږي، د نورو ولایتونو په پرتله بیه یې لوړه ده، یوازې په دلارام ولسوالۍ کې چې پیاز کرل کېږي، د نورو ولسوالیو او سیمو په پرتله بیه یې لږ ټیټه ده.

هغه د پیازو بیې د بیې لوړېدو پخلی کوي او وايي، دا چې د یو کیلوګرام  پیازو بیه ۱۰۰ افغانیو ته رسېدلې، دی ترې خبر نه دی او دغه موضوع به ژر تر ژره په یوه ناسته کې د ترکارۍ پلورونکو له استازو سره شریکه کړي څو د خلکو ستونزه حل شي.

Visits: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.