ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج ښار اوسېدونکي د اوبو او ګازو بیو لوړوالي اندېښمن کړي

د زرنج ښار اوسېدونکي د اوبو او ګازو بیو لوړوالي اندېښمن کړي

author avatar
15 Jan 2023 - 19:26
د زرنج ښار اوسېدونکي د اوبو او ګازو بیو لوړوالي اندېښمن کړي
author avatar
15 Jan 2023 - 19:26

زرنج (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د نیمروز مرکز زرنج ښار اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره، په بازار کې اوبه او ګاز نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي نو شرکتونه يې په درې برابره لوړه بیه پلوري.

د زرنج ښار یوه اوسېدونکي عرفان نوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په هېواد کې له سختې یخنۍ وروسته نیمروز ولایت کې اوبه او ګاز کم پیدا کېږي او دوی یې په ډېرې سختۍ سره ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه: «د یوې بوشکې پاکو اوبو پیدا کولو لپاره باید په ټول ښار کې وګرځو، هغه هم که پیدا کړو. شرکتونه اوبه د زم ‌زم اوبو په بیه پلوري؛ یعنې تر مخکنۍ بیې درې برابره په لوړه بیه پلوري.»

د نوري په خبره، مخکې یوه بوشکه ۲۰ لېتره تصفیه شوې اوبه له ۱۳ تر ۱۵ افغانۍ پلورل کېده، خو په دې ورځو کې چې هوا سړه شوې، یوه بوشکه اوبه له ۴۰ تر ۴۵ افغانیو پلورل کېږي.

هغه همداراز ادعا کوي چې په دې ورځو کې ګاز هم کم پیدا کېږي او بیه یې لوړه شوې، په ډېرې سختۍ توانېدلی چې اوبلن ګاز له پخوا څخه په ۱۰ افغانۍ لوړه بیه پيدا کړي. د ده په وینا، مخکې به یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۶۰ افغانۍ و خو اوس دغه بیه ۷۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوري له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره د خلکو دې ستونزې ته رسېدنه وکړي او بازار کنټرول کړي څو شرکتونه له دغه وضعیته ناوړه ګټه وانه خلي.

د یوې کورنۍ سرپرسته فرشته وايي، یوې بوشکې اوبو لپاره څو کیلومتره لار پلې وهلې خو نه ده توانېدلې چې اوبه پیدا کړي او تش لاس کور ته ستنه ده.

د هغې په وینا، په دغه ښار کې اوبه او ګاز کم پیدا کېږي او خلک په هره کوڅه او سړک کې د څښاک اوبو او ګاز پیدا کولو پسې ستړي دي.

فرشتې دې ته په اشارې سره چې اوبه د ژوند سرچینه او د هر کس اساسي اړتیا ده، زیاته یې کړه، ښار کې مېشت دومره ډېر خلک په داسې ساړه ژمي کې له اوبو او ګاز پرته څنګه ژوند وکړي.

په ورته مهال، د زرنج د ښاروالۍ ریاست عمومي اجرائیوي مدیر حبیب‌الله کاکړ پژواک ته وویل، د ښاروالۍ کارکوونکي د امکان تر بریده له شته امکاناتو په استفادې د خلکو ستونزو هواري لپاره خپله هڅه کوي.

کاکړ زیاته کړه، د دغه ولایت د ښاروالۍ په هڅو، د ګازو بیه چې تر ۷۴ افغانیو رسېدلې وه، اوس یې بېرته راټیټه شوې او تر ۶۴ افغاینو پلورل کېږي.

هغه د اوبو نشتوالي اصلي لامل د اوبو پايپونو یخ وهل وبلل او زیاته یې کړه، د ښاروالۍ ریاست هڅه کوي څو پر بازار کنټرول ولري او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

د خلکو دغه ستونزې داسې مهال مطرح کېږي چې دوې ورځې مخکې په نیمروز ولایت کې وچه ډوډۍ او خوراکي توکې هم کم پیدا کېدل؛ خو د ښاروالۍ ریاست د زرنج ښار له ټولو خلکو وغوښتل چې د هټۍوالو له لوري د توکو بیو لوړولو په صورت کې له ښاروالۍ سره اړیکه ونیسي.

Visits: 14

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.