Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک کان د استخراج پروژې له قراردادي شرکته غوښتي چې هر څومره ژر باید د دې پروژې عملي چارې پیل کړي؛ خو د شرکت مرستیال ژمنه وکړه چې د کان له سیمې د لرغونو اثارو له لېږد وروسته د استخراج عملي کارونه پیلوي.
ابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د هواپېژندنې اداره د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې له تالندې او برېښنا سره مل د شدید اورښت او سېلابونو
په کابل کې د ترکمنستان سفیر د افغانستان د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې له معین سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د روږدو درملنې او نورو مواردو کې مرستې ته چمتو دی.
کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر یوه کال کې یې په اروزګان کې له ۶۴ زرو ډېرو ماشومانو
د تېلو بیو په رالوېدو سره د ټرانسپورټ او ملکی هوايي چلند وزارت په کابل کې د ښاري موټرو کرایو لپاره لایحه جوړه کړې ده؛ خو ښاریان وايي، موټرچلوونکي اوس هم د لایحې خلاف کار کوي او له ټاکلې کچې لوړه کرایه اخلي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق وايي، په وروستیو درېیو میاشتو کې يې له پنځه کلنو کمعمره ۱۴۰ زره ماشومانو ته چې له سختې خوارځواکۍ ځورېدل، تقویتي مواد وېشلي دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین د سپيانو داړلو پېښو له ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، په هېواد کې د دغو ناروغانو لپاره کافي بودجه او واکسین نشته.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، په تېره یوه میاشت کې له ۷۰۰۰ ډېر افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان (اماساف) په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته د امیدوارو مېندو پر نه لاسرسي اندېښنه ښودلې وایي، په هر دوو ساعتونو کې یوه مور د امیدوارۍ ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو دوو ورځو کې یې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې له ۶ زره
د عدلیې وزارت په کابل ښار کې د ۶ غیرقانوني دارالوکالو د پېژندلو او بندولو خبر ورکړی وایي، ځينو حقوقي شرکتونو چې په خپلو تبلیغاتي لوحو کې د مدافع وکیلانو له نوم او نښانه استفاده کوله، قانوني چلند ورسره وشو.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په ۲۰۲۲ کال کې د وړم کال په پرتله د ملاریا پېښې ۴۵ سلنه ډېرې شوې او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښت څو له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP