ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې‌پولې ډاکټران: داسې انګېرل کيږي چې افغانستان کې په هر دوو ساعتونو کې یوه مور د امیدوارۍ ستونزو له امله مري

بې‌پولې ډاکټران: داسې انګېرل کيږي چې افغانستان کې په هر دوو ساعتونو کې یوه مور د امیدوارۍ ستونزو له امله مري

author avatar
23 May 2023 - 15:42
بې‌پولې ډاکټران: داسې انګېرل کيږي چې افغانستان کې په هر دوو ساعتونو کې یوه مور د امیدوارۍ ستونزو له امله مري
author avatar
23 May 2023 - 15:42

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (ام‌اس‌اف) په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته د امیدوارو مېندو پر نه لاسرسي اندېښنه ښودلې وایي، داسې انګېرل کيږي چې په هر دوو ساعتونو کې یوه مور د امیدوارۍ ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي خو د عامې روغتيا وزارت بيا دغه څرګندونې ردوي.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یادې موضوع په ردولو سره وايي چې د تېر کال په پرتله د مور او ماشوم د مړینې پېښې کمې شوې دي او دغه وزارت تصمیم لري چې میندو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو ښه کېدو لپاره ۱۷۰ ځانګړي کلینیکونه جوړ کړي.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان (ام‌اس‌اف) نن (د غبرګولي ۲مه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي چې ډېری افغان میندې له زېږون مخکې یا وروسته لازمو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د یاد سازمان په خبره، د افغانستان روغتیایی سیسټم د هغو ناروغانو لپاره چې د امیدوارۍ پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي، د درملنې امکانات نه لري.

د دغه ټویټ په دوام کې لیکل شوي: «زېږون په افغانستان کې میندو ته د ژوند او مرګ مبارزه ده، هغه ځای چې تصور کېږی تقریبا په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د زېږون او امیدوارۍ د مخنیوي وړ ستونزو له امله مري.»

په ورته وخت کې، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند د یادې موضوع په ردولو سره وایي، د تېرو کلونو په پرتله اوس د مور او ماشوم د مړینې پېښې کمې شوې دي او غه وزارت تصمیم لري چې میندو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو ښه کېدو لپاره ۱۷۰ ځانګړي کلینیکونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه: «له اسلامي امارت مخکې میندو او ماشومانو ته ښه کارونه نه وو شوي، له اسلامي امارت مخکې په افغانستان کې په هرو سل زرو زېږونونو کې ۱۱۰۰ میندو خپل ژوند د زېږون پر مهال له لاسه ورکول، خو اوس داسې نه ده.»

د هغه په وینا، اسلامي امارت غوره روغتیايي خدمتونو ته د میندو او ماشومانو لاسرسي لپاره په بېلابېلو سیمو کې ۲۰۰ کلینیکونه جوړ کړي دي.

Visits: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.