ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان: ښاري موټرچلوونکي له ټاکلې لایحې خلاف لوړه کرایه اخلي

کابل ښاریان: ښاري موټرچلوونکي له ټاکلې لایحې خلاف لوړه کرایه اخلي

author avatar
4 Jun 2023 - 19:29
کابل ښاریان: ښاري موټرچلوونکي له ټاکلې لایحې خلاف لوړه کرایه اخلي
author avatar
4 Jun 2023 - 19:29

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د تېلو بیو په رالوېدو سره د ټرانسپورټ او ملکی هوايي چلند وزارت په کابل کې د ښاري موټرو کرایو لپاره لایحه جوړه کړې ده؛ خو ښاریان وايي، موټرچلوونکي اوس هم د لایحې خلاف کار کوي او له ټاکلې کچې لوړه کرایه اخلي.

دغه لایحه چې په دې وروستیو کې خپره شوې، تر ټولو لوړه کرایه د کابل له مرادخانې تر باریک‌اب پورې ۱۲۵ افغانۍ د کرولا لپاره او تر ټولو لږه پنځه افغانۍ کرایه د دشت‌برچي له قلعه‌نو تر پل‌سوخته پورې د کاسټر لپاره ټاکل شوې ده.

په دغه لایحه کې کرایه د تېلو بیې (یو لېټر ډیزل په ۷۲ افغانۍ او یو لېټر پټرول په ۶۵ افغانۍ) له مخې ټاکل شوې ده، خو په لایحه کې راغلي: «دا چې تېل د موټرو له ۵۰ سلنې ډېر لګښت تشکیلوي او بیه یې په بازار کې ثابته نه وي، په هغه صورت کې چې بیه یې ۲۰ سلنه لوړه او یا ټیټه شي، دغه لایحه تعدیلېږي.»

د کابل ښاریانو شکایت

د کابل ښار د کوټه‌سنګي سیمې اوسېدونکي احمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې هره ورځ د خپلې دندې ځای ته له کوټه‌سنګي څخه شهرنو ته ځي.

هغه زیاته کړه: «د تېلو بیو په لوړېدو سره د موټرو کرایې هم لوړې شوې؛ د بېلګې په ډول ۱۰ افغانۍ کرایه ۲۰ او ۳۰ افغانۍ ۵۰ افغانیو ته لوړه شوه، اوس چې تېل ارزانه شوي خو په کرایه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.»

د لایحې پر بنسټ، له کوټه‌سنګي تر شهرنو پورې لار چې ۹ کیلومتره اټکل شوې، د کرولا موټر کرایه ۲۰ افغانۍ او د نورو مسافروړونکو موټرو کرایه ۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

دغه راز د کابل ښار د خیرخانې اوسېدونکې مریم هم د موټرچلوونکو له لوري د زیاتې کرایې په اړه شکایت کوي او وايي، هره ورځ له خیرخانې څخه شهرنو ته خپلې دندې ته ځي.

هغې زیاته کړه: «زموږ لویه ستونزه د موټرو نشتوالی او د کرایې  لوړوالی ده، مخکې چې د تېلو بیه لوړه وه هم د ورځې ۶۰ افغانۍ کرایه مې ورکوله، خو اوس چې تېل ارزانه شوي هم همدومره کرایه اخلي.»

په لایحه کې د یادې لارې لپاره چې واټن یې ۱۱،۵ کیلومتره اټکل شوی، د کرولا موټرو کرایه ۲۵ افغانۍ او د نورو موټرو کرایه ۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د هغې په خبره، سربېره پر دې چې کرایه لوړه ده، هره ورځ باید په ساعتونو په تمه پاتې شي څو داسې موټر ورته پیدا شي چې ښځې په‌کې وي؛ له دې پرته په مخې سېټ کې باید د دوو کسانو کرایه ورکړي.

نوموړې چې په کابل ښار کې د ټراسپورتي سیسټم له بې‌نظمۍ شکایت کوي، له مسوولینو غواړي څو د ښار موټر د کرایې کمولو کې پاملرنه وکړي او د موټرچلوونکو له لوري د زیاتې کرایې اخیستو مخه ونیسي.

په ورته مهال، د کاته‌پروان اوسېدونکې فرشته احمدي هم ورته شکایت لري او وايي: «زه هره ورځ له کارته‌پروان څخه قوای‌مرکز ته راځم، له هغې ورځې چې د تېلو بیې لوړې شوې، د موټر کرایې هم لوړې شوې، اوس که څه هم چې د تېلو بیې ټیټې شوې، خو د موټرو کرایې تر اوسه لوړې دي.»

هغې زیاته کړه، د تېلو بیې له لوړېدو وروسته، د کرولا موټرو کرایه ۳۰ افغانیو ته لوړه شوه، اوس که څه هم چې د تېلو بیه ټيټه شوې، خو د کرولا موټرو په کرایه کې بدلون نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې په یاده لایحه کې د دغه مسیر لپاره د ټاکلي واټن او کرایې یادونه نه ده شوې؛ ځکه د لارې په اوږدو کې موقعیت لري او موټر له بېلابېلو لارو له دې سیمې تېرېږي.

هغه هم د ټراسپورتي سیسټم له بې‌نظمۍ شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او په هر مسیر کې د کمې کرایې اخیستونکي موټر فعال کړي.

د کابل ښار بل اوسېدونکی فرهاد چې هره ورځ له چهل‌ستونه فروشګاه ته راځي وايي: «زه هره ورځ له چهل‌ستونه فروشګاه ته راځم، له هغه ورځې چې د تېلو بیې لوړې شوې وې، کرایه هم لوړه شوه، خو اوس که څه هم چې د تېلو بیې رالوېدلې خو د موټرو کرایې همغسې لوړې دي او کوم بدلون نه دی په‌کې راغلی چې هره ورځ ۸۰ فغانۍ کرایه ورکوم.»

هغه له حکومته وغوښتل د دې ترڅنګ چې دغه لایحه یې جوړه کړې باید د تطبیق له څرنګوالي او د موټرچلوونکو له لوري د کرایو اخیستو برخه کې هم پاملرنه وکړي.

د لایحې له مخې، له چهل‌‌ستون څخه تر سینمای پامیر پورې لار چې ۷ کیلومتره اټکل شوې، د کرولا موټر کرایه ۱۵ او د نورو موټرو ۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د کابل د کارته‌سخي اوسېدونکې حمیده وایي، څنګه چې د تېلو بیه راټیټه شي، باید د موټرو کرایه او د نورو خوراکي توکو بیې هم ټیټې شي، خو هېڅ‌کله داسې نه دي شوي.

هغه چې د کور ښځه ده او د توکو پېرلو لپاره ډېری وخت کوټه‌سنګي ته ځي وايي: «له کارته‌سخي تر کوټه‌سنګي چې ډېره لږه لاره ده، د کرولا موټرو کرایه ۲۰ افغانۍ ده، یو ډول بې‌انصافي ده او کله چې ښځې نه وي نو د مخې په سېټ کې باید د دوو کسانو کرایه ورکړو، له اسلامي امارته غواړو چې د دې بې‌انصافۍ مخه ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې په لایحه کې له کارته‌سخي تر پل‌سوخته پورې -چې پنځه کیلومتره واټن دی- د کرولا، ټونس او مارسیډیس موټرو کرایه ۱۰ افغانۍ او د کاسټر کرایه ۵ افغانۍ ټاکل شوې ده.

موټرچلوونکي

د کوټه‌سنګي او شهرنو لارې موټرچلوونکي عنایت‌الله د خلکو شکایت په تړاو وویل: «هغه مهال چې د تېلو بیه یو لیټر په ۶۰ او ۴۰ افغانۍ وه هم د دې لارې کرایه ۳۰ افغانۍ وه او کله چې د تېلو بیه ۸۰ او ۹۰ افغانۍ شوه هم همدا یې کرایه وه، د دې لارې کرایه تل یو شان ده او بدلون یې نه دی کړی، خو که کرایه یې دې نوره هم ټیټه شي بیا موږ ته ګټه نه کوي، ځکه د دې لارې مسافر کم دي او اړ یو په ساعتونو انتظار وباسو.»

په ورته مهال، د چهل‌ستون او سینمای پامیر لارې یوه موټرچلوونکي رحیم‌داد وویل چې پر دې لاره د کرولا موټر کرایه تل ۲۰ افغانۍ ده، هغه که د تېلو بیه لوړه وي او که ټیټه، دغه کرایه ثابته ده او هېڅ بدلون یې نه دی کړی.

هغه زیاته کړه: «موږ هم د یوې ګولۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره له کوره وځو، خو له بده‌مرغه د مخکې په پرتله د مسافرو شمېر ډېر کم شوی، نو که موږ له دې هم کمه کرایه واخلو، تاوان کوو.»

د مسوولینو ځواب

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وايي، په لایحه کې د کابل د ډېرو سیمو لپاره کرایه ټاکل شوې چې د همدې لایحې له مخې اخیستل کېږي.

هغه وویل، د تېلو بیې له بدلون سره د موټرو په کرایه کې هم بدلون راځي، یوه لایحه ورته جوړه شوې چې د کابل ښار په کچه د موټرو کرایه د همدې لایحې له مخې اخیستل کېږي.

د نوموړي په وینا، له یادې لایحې سرغړونکو کسانو سره قانوني چلند کېږي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، سږ کال د غويي په ۲۸مه د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء‌ کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدال‌کبیر د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له سرپرست سره لیدنه کې لارښوونه وکړه چې د افغانستان ټرانسپوټي سیسټم جوړ او له نوو معیارونو سره یې برابر کړي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.