د تېلو بیو په رالوېدو سره د ټرانسپورټ او ملکی هوايي چلند وزارت په کابل کې د ښاري موټرو کرایو لپاره لایحه جوړه کړې ده؛ خو ښاریان وايي، موټرچلوونکي اوس هم د لایحې خلاف کار کوي او له ټاکلې کچې لوړه کرایه اخلي.