Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې له څنګلورو ولایتونو او ولسوالیو سره د دغه ولایت ډېرې مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان ولایت اوسېدونکې امنې اکبري چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدو له امله له تحصیله پاتې شوې، د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو په دغه ولایت کې لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د روان کال په ترڅ کې دغه ولایت کې لږ تر لږه ۶۹ بېلابېل کانونه کشف شوي دي.
بامیان کې سیمهییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۳۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځنګلونو او څرځایونو پر تخریب چې مالداري یې زیانمنه کړې، اندېښه څرګندوي او له حکومته په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
د بامیان حکومتي مسوولین خبر ورکوي چې دغه ولایت ته غځېدلې لارې چې د واورې ورېدو له امله تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د واورې ورېدو او سخت توپان له امله د دغه ولایت ځینې مواصلاتي لارې د لنډ وخت لپاره تړل شوې دي.
بامیان کې ځايي تولیداتو ته د ښځو د لېوالتیا په ډېرېدو سره دې برخه کې فعالیتونه ډېر شوي خو صنعتګرې ښځې د محصولاتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي اندېښنه څرګندوي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د یکهولنګ لومړي نمبر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
بامیان کې یوې مېرمنې په خپل شخصي لګښت د زدهکړې یو مرکز جوړ کړی او له دې لارې توانېدلې چې لسګونه بېسرپرسته ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړي او د راتلونکي لپاره د هغوی هیلې راژوندۍ کړي.
مسوولین وايي، د میدانوردګو ولایت په جلریز او د بامیان په یکولنګ نمبر۱ ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او نهه نور ټپيان شوي دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ورس ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ د یوه لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP