Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په داسې حال کې چې سږ کال په بامیان کې د کچالانو حاصلات شاوخوا ۲۰۰ زره ټنو ته رسېدلي، خو مسوولین وايي چې د سیمې ځینو هېوادونو د ځانګړو سټنډرډونو له مخې د دغه ولایت کچالانو پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د بامیان په مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني د دغه ولایت د والي په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په ټولنه کې د ودونو مراسمو پر لوړو لګښتونو او ناسمو دودونو اندېښنه څرګندوني او وايي چې د ډلهییزو ودونو ترویج د واده لګښتونو راکمېدو کې اغېزناک تمامېدای شي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې د څه باندې نهه میلیون افغانیو په ارزښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت هوایي ډګر د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت بیارغول کېږي.
بامیان کې یو شمېر سوداګرې ښځې سیمهییزو تولیداتو ته د پلور بازار له نشتوالي او د اړوندو بنسټونو له نه ملاتړه شکایت کوي او په دې برخه کې د حکومته پاملرنه غواړي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د یکهولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د بامیان ځایي مسوولین وایي، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي چې په بامیان کې به د څه باندې ۱۴۱ میلیون افغانیو په لګښت پرمختیايي پروژې پلې شي.
کارپوهان وایي چې د ګرځندوی صنعت له غوړېدو سره په بامیان کې سیمهییز اقتصاد وده کړې او سلګونو کسانو ته کارونه پیدا شوي او د دغه صنعت برخه کې د لا ډېرې پانګونې په صورت کې به افغانستان په راتلونکي کې د ګرځندوی پر مرکز بدل شي.
ځايي مسوولین وايي چې د بامیان په نمبر۱ یکاولنګ او د بغلان د خنجان ولسوالۍ شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د بامیان امنیه قوامانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او لږ تر لږه ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP