Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون وايي، له افغانستانه وتلو ټولو سياسي او نظامي شخصيتونو لپاره هېواد ته د راتګ زمينه برابروي او د هغوی له راستنېدو وروسته هيڅوک یا اداره د هغوی د نیولو او ځورولو حق نه لري.
سرچینې وایي، د افغانستان په درېیو وزارتونو کې د اسیا پرمختیایي بانک اړوند پروژو د ۴۶۳ کارکوونکو د پنځو میاشتو څه باندې ۴.۴ میلیون ډالره تنخواوې نه دي ورکړل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له هغو څلورو کسانو دوه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې د ۱۹کلنو له کرکټ جام وروسته انګلیستان کې پاتې شوي وو.
د افغانستان ځيني خبریالان او د رسنیو مسوولین له حکومته د رسنیو ازادۍ ته د درناوي او اطلاعاتو ته د اسانه لاسرسي غوښتنه کوي او وايي چې رسنۍ د مالي ستونزو او محدودیتونو له امله اړ کېږي چې فعاليت بند کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو پر ژر پرانیستلو ټينګار وکړ.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP ) وايي، په افغانستان کې به له بې وزلو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې خبریالان او ملاتړي بنسټونه یې بايد له ویرې او ګواښ پرته فعالیت وکړي.
د پروان امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د برېښنا ستنو د تخریب په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
ځینې سرچینې وایي، په کابل کې کمېشنکاران د پاکستان سفارت د ځینو کسانو په مرسته د دغه هېواد ویزې تر۷۵۰ ډالرو ترلاسه کوي، خو د پاکستان سفارت دا څرګندونې ردوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په بلخ کې د تېرې ورځې د چاودنو طراح نیولی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن