کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې یې شاوخوا ۸۵ زره امنیتي کامرې لګولې چې د جرمونو د مخنیوي او امنیت ټینګښت برخو کې ترې ګټه اخلي؛ ښاریان بیا که څه هم دغه کار ستايي خو وايي چې د خلکو خصوصي حریم باید خوندي وي.
دا د کابل ښار په زړه کې د پولیسو یوه مرکز کې د امنیتي کامرو کنټرولخونه ده چې لسګونه لوی او واړه سکرینونه په کې لګېدلي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل چې له دغه ځایه هيڅ پټ نه پاتې کېږي، د موټرو له نمبر پلېټونو بیا ان د خلکو تر څېرو پورې، ټول په ډېر شفاف ډول ثبتوي.
هغه دغه راز زیاته کړه چې د ښار د ټولو ساحو ورځنی جریان ورته ښکاري او لیدل کېږي چې خلک پر څه بوخت دي.
د هغه په خبره، د ښار په بېلابېلو برخو کې چېرې چې ګڼهګوڼه وي یا هم لوړ ځای و اوسي، دوی شاوخوا ۸۵ زره بېلابېل ډول امنیتي کامرې لګولې او ټولې پېښې له همدې لارې کشفوي.
د امنیتي کامرو په دې کنټرولخونه کې تر دېرشو کسان کار کوي؛ هغوی وايي، شېبه په شېبه هر څه څاري، پېښې دقیقې ثبتوي او د عمل برخې پولیسو ته ژر خبر ورکوي څو اقدام وکړي.
د امنیتي کامرو د څارنې امر څارمن حکمتالله همت وايي: «موږ چې کله په ساحه کې مشکوک څه یا حادثه ووینو، پر مربوطه حوزه یا قوماندانۍ غږ کوو چې په پلانکۍ ساحه کې دغه حادثه شوې، ټکر شوی یا مشکوک موټر یا اور دی.»
د کابل د پولیسو په وینا، دغو کامرو ته درې ډوله برېښنا تېره شوې او هر وخت چې په کامرو کې کومه تخنیکي ستونزه پیدا شي، د یوې ځانګړې ډلې له لوري یې د ترمیم لپاره سمدستي اقدام کېږي.
د امنیتي کامرو د مديريت تخنيکي مسوول عبيدالله فاتح وویل: «پيټيزیټ کامرې لرو، متحرکې او ثابتې دي؛ اېنپيار کامرې هم شته، دا کامرې د کپچر کولو او د موټرو له نمبر پلېټونو د عکس اخیستو لپاره کارول کېږي؛ کله چې کومه کامره خاموشه کېږي، سمدستي زموږ ټیم ساحې ته ځي او ستونزه حلوي.»
پژواک ته وویل شول چې پولیس پر ښار امنیتي تسلط لري او په خبره یې، د امنیتي کامرو له ډېرېدو وروسته د جرمونو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
دغه راز، د کابل ښار ځیني اوسېدونکي د امنیت د تامین برخه کې د امنیتي کامرو شتون اغېزناک بولي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی شکېبالله وايي، د امنیت په ټینګښت کې امنیتي کامرې ډېر رول لري، لیدل کېږي چې د جنايي پېښو مخنیوي برخه کې یې مرسته کړې ده.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی احمدالله هم وايي چې امنیتي کامرې د غلاوو مخنیوي او د خلکو امنیت لپاره ډېرې ښې دي.
خو ځيني نور، په ځانګړې توګه ښځې له دغو کامرو د استفادې څرنګوالي په اړه اندېښنه لري.
د کابل ښار اوسېدونکې بهاره احمد وايي: «پوهېږو چې پر امنیتي کامرو عمومي څارنه کېږي؛ موږ مېرمنې دا غوښتنه کوو چې جدي څارنه وشي خو مېرمنې باید مطمینې و اوسي چې له دغو کامرو ناوړه استفاده نه کېږي.»
بل لور ته، پوځي شنونکي په ښار کې د امنيتي کامرو شتون یوه اړتیا بولي خو وايي چې د خلکو خصوصي حریم باید خوندي وي.
د پوځي چارو شنونکي یوسف امین ځاځي وویل، کله چې په ټولنه کې امنیت ښه نه وي، ګواښونه او غلاوې وي یا ترهګریزې پېښې ترسره کېږي، نو د دغسې حالت د کنټرول لپاره امنیتي کامرې اړینې دي.
هغه زیاته کړه: «امنیتي کامرې باید تر دې حده نه وي چې د خلکو شخصي حریم ته څوک ننوځي یا مداخله د شخصي حریم لپاره وي، دا منعه ده.»
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په ښار کې د امنيتي کامرو له لارې د خلکو د شخصي حريم له خونديتوبه ډاډ ورکوي او وايي چې ثبت شوې ډېټا تر درېیو میاشتو امانته ساتل کېږي.
هغه وویل: «هغه څوک چې دا تشویش لري چې له امنیتي کامرو د خلکو خصوصي حریم ته د ننوتو لپاره استفاده کېږي یا بل څه، مطلق داسې نه کېږي، موږ د جنايي پېښو پر وړاندې مبارزه کوو.»
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې امنیت یې د پخوا په پرتله ډېر ټینګ کړی خو خلک لا هم غوښتنه کوي چې د ډاډمن امنیت لپاره دې اقدامات جدي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP