ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد وايي، تعامل، اقتصادي او سیاسي پرمختګ په دې قیمت نه غواړي چې د افغانستان خپلواکۍ تر سوال لاندې راشي او د ملي ګټو په خلاف د هېچا فرمایشتونه هم نه مني.
سرپرست حکومت وايي، د یو «خپلواک او مشروع» نظام په توګه د خپلواکۍ ارزښت ساتنې ته ژمن او له سیمې او نړۍ سره د اسلام مبارک دین پر بنسټ ولاړو اړیکو غوښتونکی دی.