کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې خصوصي بانکونه دې د مرکزي بانک د طرزالعمل پر اساس خلکو ته د اسلامي قرضو او محاکم دې د جایدادونو او ملکیتونو د شرعي قبالو ورکړه پيل کړي.
دغه راز یاد کمېسیون پرېکړه کړې چې په سرپل کې د سلطان ابراهیم درې او شیرآبه بندونو او د دغه ولایت د ښاري حلقوي سړک سروېګانې دې پيل شي.
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند له دفتره رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د اقتصادي کمېسیون د ١٤٤٤ هـ ق کال په دویمه غونډه کې د ټاپي پروژې د رهبرۍ کمېټې لپاره د افغانستان له لوري ملا عبدالغني برادر اخند او د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهابالدین دلاور د استازو په توګه معرفي کړل.
د اعلاميې د معلوماتو له مخې، د ټاپي پروژې اړوند د هېوادونو په کچه غونډه کې به ملا برادر او د وزيرانو په کچه غونډه کې به دلاور ګډون کوي.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې د یادې پروژې عملي کارونه په نږدې راتلونکي کې له هرات ولایت څخه پيل شي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي: «په یاده غونډه کې د خصوصي بانکونو د تقویې په موخه اقتصادي کمېسیون د بانکي قضیو د ژر خلاصون لپاره له سترې محکمې د یوې اختصاصي محکمې د جوړېدو غوښتنه وشوه او همدارنګه پرېکړه وشوه چې د افغانستان محاکم دې د جایدادونو او ملکیتونو د شرعي قبالو ورکړه پيل کړي.»
همدارنګه سرچینې لیکلي چې بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک دې هڅه وکړي چې له مرسته کوونکو سازمانونو سره د همغږۍ له لارې نقدي بشري مرستې د یو بانک پر ځای د څو خصوصي بانکونو له لارې حواله کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي بانکدارۍ په برخه کې دې خصوصي بانکونه د ایران، پاکستان او مالیزیا له تجربو ګټه واخلي او خصوصي بانکونه دې د شریعت مطابق د مرکزي بانک د طرزالعمل پر اساس خلکو ته د اسلامي قرضو (مضاربه، مرابحه، سلم) ورکړه پيل کړي.
سرچینې زیاته کړې چې په یاده غونډه کې له ایران سره د اقتصادي موضوعاتو پر سر د مالیې، کانونو او پټرولیم، اوبو او انرژۍ، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د اوسپنې پټلۍ ادارې د یو ګډ باصلاحیته او مسلکي پلاوي پر ټاکلو هم پرېکړه وشوه او دغه پلاوی به په نږدې وخت کې له ایران سره پر بېلابېلو موضوعات بحثونه وکړي.
دغه راز اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د اوبو او برېښنا وزارت دې په سرپل کې د سلطان ابراهیم درې او شیرابه بندونو لومړۍ سروې ترسره او د ډیزاین چارې دې بشپړې کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، سلطان ابراهیم درې بند د ۲۰ میګاواټه برېښنا پر تولید سربېره ۲۵۰ زره جریبه ځمکه هم خړوبوي چې په تخمیني ډول پر دواړو بندونو باندې ۱۲۴ میلیون ډالر لګښت راځي.
دغه راز د اقتصادي کمېسیون په یاده غونډه کې د ټولګټو او ښارجوړونې وزارتونو ته دنده سپارلې چې د سرپل د ښاري حلقوي سړک سروې ترسره او ډیزاین یې بشپړ کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










