ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوتین ته د یوه نږدې کس لور په چاودنه کې وژل شوې

پوتین ته د یوه نږدې کس لور په چاودنه کې وژل شوې

author avatar
21 Aug 2022 - 16:38
پوتین ته د یوه نږدې کس لور په چاودنه کې وژل شوې
author avatar
21 Aug 2022 - 16:38

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د روسیې ولسمشر پوتین ته د نږدې کس، فیلسوف الکساندر دوګین لور (دریا دوګین) مسکو ته نږدې په یوه چاودنه کې وژل شوې ده.

د راپورونو له مخې، دوګین یو ملتپال او سخت‌دریځی ایډیالوژیک فیلسوف دی او که څه هم د روسیې په حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري، خو پوتین ته له ډېرو نږدې کسانو ګڼل کېږي او لور یې ۳۰ کلنه دریا دوګین په خپله هم یوه فعاله ژورنالېسته وه چې پر اوکراین یې د روسیې د یرغل کلک ملاتړ کاوه.‌

بي‌‎بي‌سي نن د روسیې د دولتي رسنیو په حواله لیکلي چې پوتین ته د نږدې کس فیلسوف الکساندر دوګین لور دریا دوګین نن کور ته روانه وه چې موټر یې له چاودنې وروسته اور واخیست.

سرچینې لیکلي: «داسې انګېرل کېږي چې د دغه برید اصلي هدف به د هغې پلار الکساندر ګلیویچ دوګین و چې ډېر یې د “پوتین د متفکر مغز” په توګه پېژني.»

امنیتي‌ ادارو د روسیې تاس خبري اژانس ته تایید کړې چې په دې چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې، خو جزئیات یې نه دي شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دوو میاشتو راپه دېخوا روسیې پر اوکراین بریدونه پیل کړي دي.

Views: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.