کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د کابل خاکجبار ولسوالۍ ځیني موټرچلوونکي وايي، د کابل – جلالاباد دویم سړک اړوند یوه استنادي دېوال یوه برخه سېلابونو
چارواکي د سرپرست حکومت لومړۍ کلیزې په مناسبت غونډه کې وايي، واخان د افغانستان لپاره د سر حيثيت لري؛ حکومت هېڅ رسنۍ نه ده تړلې او کومې چې تړل شوي، تمویل یې درېدلی دی او که څوک د شخصي غرض او نفسي خواهشاتو لپاره نظام تخریبوي، «لوی مجرم» به وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په تېر یوه کال کې یې ډېرو هېوادونو ته د افغانانو غږ رسولی او لاسته راوړنې لري، خو له هېوادونو سره د اړیکو رغول او عادي کول وخت ته اړتیا لري.
د ټولګټو وزارت وايي چې د وروستیو تېزو اورښتونو او سېلابونو له امله په اروزګان، لغمان او کاپیسا ولایتونو کې ځینې لارې د ټرافیکو پر مخ بندې شوې دي.
کابل کې د پاکستان سفیر وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي پروژو پلې کولو او افغانانو ته د ویزو ورکولو او نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.
د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، په تېر یوه کال کې یې نږدې یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
کابینې د ملي احصايي او معلوماتو ادارې ته دنده ورکړه چې بهر مېشتو افغانانو ته د تابعيت د کاغذي تذکرو وېش پیل کړي او یو پلاوی یې وګوماره چې د تېرې ادارې د ممنوع الخروج اشخاصو دوسيې وڅېړي.
په کابل ښار کې یو شمېر موټرلرونکي وايي، د سړکغاړې په ځینو تمځایونو کې له ټاکلې کچې ډېرې پیسې اخیستل کېږي؛ خو ښاروالي ټینګار کوي چې که پر قراردادي د زياتو پیسو اخیستل ثابت شي، نو تړون يې فسخه کوي.
په هېواد کې له سیاسي بدلون را وروسته د کابل چهلستون برېښنايي تذکرو د وېش څانګې څه باندې ۸۰زره تذکرې وېشلې او له دغه مدرکه یې ۲۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغانستان بانک وایي، د ډالرو سپین او شنه بانکنوټونه دواړه د منلو دي، خو صرافان په داسې حال کې د سل ډالرو سپینرنګه نوټ تر ۲۰۰ افغانۍ ارزانه پېري چې بانکونه خلکو ته دواړه ډوله بانکنوټونه ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل په نور دولتي روغتون کې د پاکستاني متخصیصنو په مرسته د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیاتونه کېږي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، په افغانستان کې د داعش د وسلهوالو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی، خو سرپرست حکومت یې ردوي او وايي چې تر زرو پورې کسان یې نیول شوي او پاتې نور یې ځپل کېږي.