ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«که د خاکجبار لاره کې ړنګ شوی استنادي دېوال ژر ونه رغول شي، لاره به وتړل شي»

«که د خاکجبار لاره کې ړنګ شوی استنادي دېوال ژر ونه رغول شي، لاره به وتړل شي»

author avatar
16 Aug 2022 - 14:00
«که د خاکجبار لاره کې ړنګ شوی استنادي دېوال ژر ونه رغول شي، لاره به وتړل شي»
author avatar
16 Aug 2022 - 14:00

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د کابل خاکجبار ولسوالۍ ځیني موټرچلوونکي وايي، د کابل – جلال‌اباد دویم سړک اړوند یوه استنادي دېوال یوه برخه سېلابونو نړولې او که ژر ونه رغول شي، د دې ولسوالۍ لاره به بنده شي.

‎د خاکجبار ولسوالۍ چارواکي بیا وايي چې دغه موضوع یې له طبعي پېښو سره د مبارزې له ریاست او ټولګټو وزارت سره شریکه کړې ده.

د یادې ولسوالۍ یوه موټرچلوونکي عبیدالله تېره شنبې (د زمري ۲۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، درې اونۍ کېږي چې د کابل – جلال‌اباد دویم سړک په اوږدو له «سنګ قرول» سیمې څخه لږ مخکې د استنادي دېوال یوه برخه سېلابونو نړولې ده.

دی وايي: «اول سېلاب لږ دېوال ړنګ کړ، په کار وه چې بېرته جوړ شوی وی، وروسته پرې بل سېلاب راغی، نور دېوال یې هم وران کړ او اوس یې د سړک د بیخ خاورې ټولې وړې دي، که یو بل سېلاب راشي نو ټوله لاره به بنده شي.»

هغه زیاته کړه چې پر یادې لارې نه یوازې د خاکجبار ولسوالۍ خلک تګ راتګ کوي، بلکې د سروبي ولسوالۍ د تهزین کلي او د لوګر د ازرې ولسوالۍ خلک هم ځي راځي.

د سیدحسن په نوم بل موټرچلوونکی هم وایي چې حکومت باید ژر دغه دېوال بیا ورغوي؛ ځکه چې که بیا سېلاب راشي، کېدای شي د سړک ډېره برخه ورسره وېجاړه شي چې بیا به یې رغول ستونزمن او ډېر لګښت به وغواړي.

دی وايي: «خدای مه کړه، که دا لاره بنده شي نو خاکجبار ته بله لاره هم نشته چې خلک پرې تګ راتګ وکړي، له دې امله له حکومته غواړو چې دا وران شوی دېوال ژر بېرته جوړ کړي.»

بل موټرچلوونکی امیرمحمد چکري هم ورته غوښتنه لري، وايي: «هلته سړک په هوا پاتې دی، خاورې ترې سېلاب وړې، نو اوس موټر پرې په ډېر احتیاط ځي او هره شېبه د دې ویره شته چې ولوېږي.»

د خاکجبار د ولسوال مرستیال قاري محمد سالار پژواک ته وویل چې د دغه دېوال وېډیوګانې او د بېرته رغولو وړاندیزپاڼه یې د کابل ولایت مقام ته استولي او هغوی بیا له پېښو سره د مبارزې ریاست ته وړاندې کړي دي.

دی وايي: «د خاکجبار ولسوالۍ د ملکانو شورا هم یو وړاندیز لیکلی چې موږ تایید کړی او د ټولګټو وزارت ته مو استولی دی، داسې نه ده چې دا موضوع موږ پرې‌ايښې ده، دې ته موږ جدي یو او پوښتنه یې کوو.»

پژواک دغه موضوع د ټولګټو وزارت له ویاند مولوي حمیدالله مصباح او د کابل والي له ویاند ضیاءالله هاشمي سره شریکه کړه، خو له درېیو ورځو انتظار وروسته یې بیا هم ځواب ور نه کړ.

Visits: 441

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.