ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سپینو ډالرو په پېر او پلور کې ګټه صرافان اخلي خو تاواني کېږي عام خلک

د سپینو ډالرو په پېر او پلور کې ګټه صرافان اخلي خو تاواني کېږي عام خلک

author avatar
4 Aug 2022 - 12:28
د سپینو ډالرو په پېر او پلور کې ګټه صرافان اخلي خو تاواني کېږي عام خلک
author avatar
4 Aug 2022 - 12:28

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، د ډالرو سپین او شنه بانک‌نوټونه دواړه د منلو دي، خو صرافان په داسې حال کې د سل ډالرو سپین‌رنګه نوټ تر ۲۰۰ افغانۍ ارزانه پېري چې بانکونه خلکو ته دواړه ډوله بانک‌نوټونه ورکوي.

کوچني صرافان وایي، د ډالرو زاړه چاپ یا سپین‌رنګه نوټونه د شهزاده سرای صرافان ارزانه اخلي، د افغانستان د صرافانو ټولنه بیا وایي چې سپین ډالر خصوصي بانکونه په اسانۍ نه اخلي، خو دغه بانکونه ټینګار کوي، سپین نوټونه چې ډېر زاړه نه وي، اخلي یې او هم یې خلکو ته ورکوي.

د افغانستان بانک د روان کال د غويي  په ۱۷مه په یوه خبرتیا کې وویل، هغه ډالر د منلو وړ نه دي چې د چاپ نېټه یې له ۱۹۹۶ کال څخه مخکې وي، څيري او سکاشټیپ شوي وي، د بې‌احتیاطۍ له کبله یې بڼه بدله شوې او قات – قات شوي وي، سوځېدلي وي او یا یې د سوځېدنې له کبله رنګ ژېړ شوی وي، رنګ پرې پاشل شوی وي، امنیتي نښان یې له منځه تللی وي او یا یې د حساب او چک کولو پر مهال د شمېرنې ماشینون تېر نه کړي.

په یاده خبرتیا کې راغلي، د امریکایي ډالرو نور بانکنوټونه او له ۱۹۹۶ کال راهیسې چاپ شوي بانکنوټونه چې زاړه او له کاره لوېدلي نه وي او د پورته ځانګړتیاوو لرونکي نه وي، په ټولو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو نماینده‌ګیو کې د منلو وړ دي.

د افغانستان بانک ویلي چې بانکونه، صرافان او د پولي خدمتونو وړاندې کوونکي اړ دي چې په خپلو پولي راکړو ورکړو کې یاد بانکنوټونه وکاروي.

ځیني ښاریان: صرافان سپین ډالر تر ۲۰۰ افغانۍ ارزانه تبادله کوي

د نوي کابل‌بانک یوه پېردونکي احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ یې له دغه بانک څخه  ۵۰۰ ډالر چې دوه نوټونه په کې سپین رنګه وو، ترلاسه کړل.

د ده په وینا، دغه دوه سپین‌رنګه سلګون نوټونه یې – چې زاړه او خراب شوي نه وو – هر یو د نورو (شنو) بانکنوټونو په پرتله سل، سل افغانۍ په ارزانه بیه وپلورل.

دی وایي: «دا ظلم دی، افغانستان بانک اعلان کړی چې سپین ډالر، هغه چې څیري او ډېر زاړه نه وي، له شنو بانکنوټونو سره توپیر نه لري، خو صرافان یې په ارزانه بیه اخلي؛ د افغانستان بانک باید د دې ستونزې مخه ونیسي.»

د هغه په وینا، له دې امله چې صرافان سپین ډالر په ارزانه بیه اخلي، خلکو ته ډېر زیان اوړي او دغه پیسې د صرافانو شخصي جېبونو ته ځي؛ نو ځکه خو حکومت باید د دې ستونزې د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

هغه وایي: «د سپینو ډالرو ګټې صرافان وړي، تاوان یې عام خلک پرې کوي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی مسعود هم له ورته ستونزې سر ټکوي.

هغه وایي چې د افعانستان نړۍوال (AIB) او عزیزي بانکونه په داسې حال کې خلکو ته ۲۰ سلنه (په زرو کې دوه سلګونه) سپین ډالر ورکوي چې صرافان سپین ډالر د شنو په پرتله په ارزانه بیه اخلي.

د ده په وینا، د سپینو ډالرو هر سلګون نوټ صرافان له سلو تر ۲۰۰ افغانیو ارزانه تبادله کوي.

دی وايي، عزیزي بانک خلکو ته لس او پنځوس ډالرو بانکنوټونه هم ورکوي چې صرافان یې بیا په ډېره ارزانه بیه پېري.

کوچني صرافان: سپین ډالر د شهزاده سرای صرافان ارزانه پېري

د کابل ښار یوه صراف منیر وویل چې د نوي چاپ یا شنو ډالرو په پرتله سپین یې له سل تر ۲۰۰ افغانۍ په ارزانه بیه اخلي.

دی زیاتوي، د نوټونو زړښت ته هم ګوري؛ که چېرې د سلګون ډالر کومه برخه شکېدلې یا خط شوې وي، نو هغه بیا تر ۴۰۰ افغانۍ پورې په ارزانه بیه پېري.

دی په دې اړه چې ولې دغه نوټونه ارزانه پېري؟ وایي: «سپین ډالر زاړه دي، دلته یې خلک نه اخلي، نو له دې امله دوبۍ ته ځي او هلته پرې کمېشن راځي.»

خو د ده په وینا، سپین ډالر د کابل د شهزاده سرای صرافان د ډالر تر اصلي بیې ارزانه پېري او دی یې د همدغه سرای پر صرافانو پلوري، خو خپله ګټه په کې په پام کې نیسي.

د کابل په شهرنو سیمه کې د کریم‌الله په نوم بل صراف بیا وايي، دی د ډالرو سپین سلګون د شنه‌ په پرتله ۱۵۰ افغانۍ ارزانه پېري.

له نوموړي مو د علت په اړه وپوښتل، ویې ویل: «کله چې ډالري نوټونه سرای شهزاده ته یوسو، نو هلته لوی صرافان راڅخه سپین رنګه نوټونه په ارزانه بیه اخلي؛ ځکه موږ هم مجبور یو چې په بازار کې دغه نوټونه نسبت نوو ته ارزانه واخلو.»

د صرافانو ټولنه: سپین ډالر خصوصي بانکونه په اسانۍ نه اخلي

د افغانستان د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځيرک په ارزانه بیه د ډالري نوټونو پېرلو په اړه وايي: «د سپینو ډالرو موضوع متاسفانه چې په سرای شهزاده مارکېټ کې شته، تفاوت لري، ولې عمده دلیل یې دا دی چې خصوصي بانکونه زموږ له مشتریانو او صرافانو سپین ډالر نه اخلي، خو که یې اخلي هم نو په ډېر سختۍ سره؛ ځکه په لس زرو کې که یو مقدار واخلي؛ نو دا یوه لویه ستونزه ده.»

ده وویل، د افغانستان بانک له خوا چې بازار ته ډالر لیلاميږي، په هغو کې هم سپین رنګه ډالر شته، خو اصلاً ستونزه په خصوصي بانکونو کې ده.

هغه هیله څرګنده کړه چې افغانستان بانک دا موضوع له خصوصي بانکونو سره حل کړي. دی وایي چې دغې ټولنې هم څو ځلې له چارواکو د دې ستونزې د حل غوښتنه کړې، خو ستونزه تر اوسه نه ده حل شوې.

ځيرک د جزئیاتو له ورکولو پرته وایي چې په بازار کې د نوي چاپ یا شین‌رنګ ډالرو «کمښت او قاچاق» د سپینو ډالرو د ارزښت د کموالي بل لامل دی چې باید ورته جدي پاملرنه وشي.

د ده په وینا، د سپینو ډالرو له پېر او پلوره ځیني «استفاده جو خلک ناروا ګټه اخلي.»

بانکونه: سپین ډالر چې ډېر زاړه نه وي هم یې اخلو او هم یې پلورو

خو د کابل بانک د ډالرو د ورکړې برخې یوه خزانه‌دار پژواک خبري اژانس ته وویل، څنګه چې دغه بانک په زېرمه کې په لکونو سپین ډالر لري، له دې امله خپلو مشتریانو ته په هرو ۳۰۰ ډالرو کې یو سپین رنګه سلګون نوټ ورکوي.

دی وایي، شین‌رنګه یا نوي چاپ ډالري نوټونه له سپین رنګه نوټونو سره په ارزښت کې کوم توپیر نه لري او دوی یې بېرته له مشتریانو هم اخلي، خو چې ډېر زاړه نه وي.

د عزیزي بانک یوه خزانه دارهم وویل چې که ډالر ډېر زاړه او شکېدلې نه وي، نو دغه بانک یې له مشتریانو اخلي، خو کله یې چې مشتري وباسي بیا همدا ډول نوټونه بېرته ورکوي.

ومو غوښتل چې په راپور کې د دې موضوع په اړه د کابل بانک، عزیزي بانک او افغانستان نړۍوال بانک د چاراکو رسمي نظرونه هم واخلو، خو ځواب یې ورنه کړ.

Visits: 422

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.