افغان ماشومان او تنکي ځوانان د اسیا د ماشومانو د تکواندو په نړۍوالو لوبو کې د ګډون لپاره د روسیې «ولادیو ستوک» ښار ته ورسېدل.
د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار د درېيمې حوزې اړونده سیمه کې پر دستمال د راځوړند شوي کس مړی موندلی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې راتلونکې اونۍ افغانانو ته د ویزې ورکول پیلوي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له بندولو سره افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته کوي.
د افغانستان کابینې ځانګړو پلاوو ته دنده وسپارله چې د «امارتي کارکوونکو او مسوولینو» د ګومارنې او ګوښه کولو اسناد او اصول او بهرمېشتو افغانانو ته د تذکرو وېش، تاییدي او د بیې څرنګوالی وارزوي.
ځینې سرچینې وایي، پاکستان هڅه کوي د واخان په سیمه کې پر افغانستان د ترانزیټي لار نښلولو یو اوږدمهالی تړون تحمیل کړي، له دې امله باید حکومت د واخان دهلېز موضوع ته جدي پام وکړي؛ ځکه چې په داسې مسایلو کې «غیرفعال سیاست» او نه پاملرنه د زیان لامل ګرځي.
کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په تاشکند کې د افغانستان په اړه نړۍوالې غونډې ته وویل، حکومت ټینګ
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په اړه د تاشکند نړۍواله غونډه نن پیل شوه.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د تاشکند غونډې ته په اشارې وايي، پخوا به د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو په تړاو غونډې جوړېدې، خو دا ځل د افغانستان د اقتصادي پرمختیا لپاره ناسته کېږي.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو وړاندیز تایید شو.
د پوهنې وزارت وايي، قطر له افغانستان سره په تعلیمي ډګر کې د هر ډول همکارۍ چمتووالی ښودلی او پلان لري چې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د تاشکند په نړۍوال کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته روان شو.
د روغتیا نړۍوال سازمان په نړۍ کې د «بیزوګي تڼاکې» ناروغۍ د چټک خپرېدو له امله بېړنی حالت اعلان کړ او دغه سازمان له هېوادونو غوښتي چې د یادې ناروغۍ په مخنیوي کې همکاري وکړي.