ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

واخان دهلېز څومره مهم دی او ایا پاکستان یې په اړه له افغانستان سره خبرې کړې؟

واخان دهلېز څومره مهم دی او ایا پاکستان یې په اړه له افغانستان سره خبرې کړې؟

author avatar
27 Jul 2022 - 17:05
واخان دهلېز څومره مهم دی او ایا پاکستان یې په اړه له افغانستان سره خبرې کړې؟
author avatar
27 Jul 2022 - 17:05

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): ځینې سرچینې وایي، پاکستان هڅه کوي د واخان په سیمه کې پر افغانستان د ترانزیټي لار نښلولو یو اوږدمهالی تړون تحمیل کړي، له دې امله باید حکومت د واخان دهلېز موضوع ته جدي پام وکړي؛ ځکه چې په داسې مسایلو کې «غیرفعال سیاست» او نه پاملرنه د زیان لامل ګرځي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت بیا وايي، د واخان په اړه له هیچا سره خبرې نه دي شوې او هیچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان دننه «اشغال» وکړي.

په دې اړه بحثونه وروسته له هغه ګرم شول چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د روان کال چنګاښ په ۳۱مه په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي و، داسې یې اورېدلي چې پاکستان د واخان له لارې تاجکستان ته د سوداګرۍ لپاره د سړک جوړېدو تازه غوښتنه کړې ده.

هغه وايي چې پاکستان په ټینګار او تکرار سره له ولسمشر کرزي څخه هم دا غوښتنه کوله خو ترپایه ونه منله شوه؛ ځکه چې دا کار د افغانستان منزوي کوي، ټرانزیتي اهمیت یې کموي او د ټوټه کېدو خطر هم منځته راوړي.

د پخوانۍ ولسي‌جرګې ځینو غړو په یوه اعلامیه کې د چترال- واخان د کورېډور د جوړېدو په اړه د وروستیو بحثونو په تړاو ویلي چې د افغانستان ملت په خپل قلمرو کې هېڅ هېواد ته د تجاوز او سرغړونې اجازه نه ده ورکړې او د هغه پر وړاندې په قاطعانه توګه درېږي.

سرچینه زیاتوي چې ګاونډي هېوادونه په تېره پاکستان او تاجکستان باید د موضوع حساسیت درک کړي او د نړېوالو قوانینو او د افغانستان د خلکو د غوښتنو په مخالفت کې د کورېډور له جوړېدو جدأ ځان وساتي.

هغوی د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې د دغه «مغرضانه حرکت» پر وړاندې ودرېږي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ژئوپولیتیک موقیعت ارزښت د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا اتصال د پله په توګه له منځه ولاړ شي.

دوی غوښتنه کړې چې په دې تړاو د افغانستان ملت ته وضاحت ورکړل شي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: «دا موضوع اصلاً مطرح شوې نه ده د اسلامي امارت په وخت کې او نه هم اوس چاسره تر بحث لاندې ده، اسلامي امارت ډېر واضح دریځ لري د خپلې لوېشت لوېشت خاورې په اړه او د خپلو منافعو په اړه، که مطرح کېږي هم نو د افغانستان ملي ګټې مهمې دي، د خاورې ساتنه مهمه ده، هېچاسره د معاملې وړ نه ده… په دې مورد چې کومې اوتې او بوتې خپرې شوې، د تېر نظام کوم چا چې تشویش ښودلی هغوی خپل حالت په موږ باندې قیاس کړی، اوسنی وخت داسې نه ده، افغانستان ته څوک په کږه نه شي کتلی او څوک یې منافع هم نه شي وړلی او د افغانستان ارضي تمامیت ته هم څوک ضرر نه شي رسولی.»

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور هم د زمري په څلورمه ملي ټلوېزیون سره خبرو کې وویل چې اسلامي امارت بل چا ته د یو اینچ خاورې ورکولو ته هم تیار نه دی او نه نور هېوادونه د دې غوښتنه کولی شي.

دی وايي: «هیڅکله داسې غوښتنه نه ده شوې او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان دننه اشغال وکړي یا یو اینچ خاوره ونیسي، موږ به هیڅکله دې ته تیار نه شو چې یو ستراتیژیک، د شورای امنیت عضوه، یو لوی هېواد لکه چین غوندې موږ له ګاونډیتوبه ختم کړو.»

هغه زیاته کړې، داسې نظر لري چې که له چینه د واخان له لارې بدخشان ته یو نړۍوال سړک جوړ شي نو دا به یوه ستراتيژیکه سوداګریزه لار وي.

واخان ولې اهمیت لري؟

د معلوماتو له مخې، واخان د افغانستان د بدخشان ولایت ولسوالۍ او غرنۍ سیمه ده چې د منځنۍ اسیا په زړه او د افغانستان په شمال‌ختیځ برخه کې د شمال له خوا د پامیر، د سوېل له خوا د قراقروم او د لوېدیځ له خوا د هندوکش غرونو په منځ کې واقع دی. دا سیمه د واخان دهلېز یا درې په نوم د افغانستان د خاورې یوه نرۍ تړانګه ده چې له لوېدیځه تر ختیځه غځېدلې او د سوېلي اسیا او مرکزي اسیا ترمنځ د پل حیثیت یې غوره کړی دی.

د امو سیند او واخان اوبه له دغه دهلېزه سرچینه اخلي او په همدې برخه کې افغانستان له چین سره ۹۶ کیلومتره رسمي، غیرمتنازعه او منل شوې پوله لري.

واخان د پاکستان او تاجکستان ترمنځ پرته سیمه ده؛ د ګوګل مپ د نقشې له مخې، د دغو هېوادونو ترمنځ د پرتې یادې سیمې ډېره پراخه ساحه شاوخوا ۶۶ کیلومتره او کمه یې شاوخوا ۱۶ کیلومتره ده.

«پاکستان هڅه کوي پر افغانستان د ترانزیټي لار نښلولو یو اوږدمهالی تړون تحمیل کړي»

ډاکټر یارمحمد تره‌کي په خپله یوې مقاله کې چې یو کال مخکې پژواک خپره کړې وايي، افغانستان د نړۍوال کمربند او سړک نوښت (Belt and Road Initiative – BRI) لویې لارې د دوو کرښو ترمنځ موقعیت لري او د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز (China Pakistan Economic Corridor – CPEC) دوه اساسي نقطې د بدخشان د واخان او اشکاشم ترمنځ یو او بل ته نږدې دي.

په مقاله کې راغلي چې چین د دې لارې جوړولو لپاره د خپلو وارداتو او صادراتو په موخه د شاوخوا زر ميلیارد ډالرو لګښت لرونکی پلان جوړ کړی، څو د نړۍ لوی زبرځواک په توګه بدل شي او غواړي چې د دغه پلان له لارې ۶۰ هېوادونه تر خپل اقتصادي او جیوپولیټیک اغېز لاندې راولي.

سرچینې لیکلي: «پاکستان په دې پروژه کې یوازې د ترانزیټ دنده لري او د بد اقتصادي حالت له مخې ډېر لېوال دی څو له همدې لارې خپل کرنیز توکي او تولیدات منځنۍ اسیا ته واستوي؛ له همدې امله پاکستان له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې خپل مات اقتصاد د سي‌پک (د پاکستان له ګواډر بندر د چین تر کاشي سیمې د اوسپنې پټلۍ) په پروژه ودراوه، د دې پروژې په نتیجه کې د پاکستان کلني ناخالص عواید اووه سلنه لوړ شوي دي.»

یارمحمد تره‌کي ویلي، اوس پاکستان لېوال دی چې «بي ار ای» او «سي‌پک» لیکې د افغانستان په شمال (واخان) کې سره ونښلوي، څو نه یوازې چینایي توکي له یادې لارې خلیج هېوادونو ته ولېږدول شي، بلکې پاکستان هم خپل سوداګریز توکي د مرکزي اسیا هېوادونو او روسیې ته صادر کړي.

د ده معلوماتو له مخې، د چین ستراتیژیکې او سیمه‌يیزې اقتصادي او ترانسپورټي نښلونې په نوښت (‌BRI) نقشه کې افغانستان «ځانګړی ځای» نه لري؛ په داسې حال کې چې تر ۶۰ ډېر هېوادونه، په ځانګړې ډول اسیا کې (سوېل‌ختیځه اسیا، پاکستان، خلیج او منځنۍ اسیا)، قفقاز (اذربایجان، جورجیا، ارمنستان) او ختیځه اروپا (روسیه، بلغاریا، د بالکان هېوادونه) او ان تر جرمني پورې هېوادونه په دغه نوښت کې برخه اخلي.

ډاکټر تره‌کی زیاتوي، د واخان او اشکاشم په ځینو سیمو کې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ شاوخوا ۱۸ کیلومتره واټن دی، که چېرې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ د غرونو په منځ کې دغه ۱۸ کیلومتره سړک جوړ شي نو د سي‌پک لویه لار به د شمالي بي ار ای له لویې لارې سره ونښلول شي؛ نو په دې سره به پاکستان وکولای شي له دې دوو لارو – چې له لس زره کیلومترو ډېر اوږدوالی لري- په وړیا توګه کار واخلي او خپل توکي به په اسانۍ تر منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا پورې ورسوي.

هغه ادعا کوي چې اوس پاکستان په «بې‌شرمۍ» سره هڅه کوي پر افغانستان د ترانزیټي لارو (سي‌پک او بي‌ ار ‌ای) نښلولو یو اوږدمهالی تړون تحمیل کړي.

د هغه په وینا، که څه هم د لارې نښلول به افغانستان ته ګټور واقع شي، خو پوښتنه دا ده چې ایا دا کار به په خپله افغانان وکړي او ګټه به یې هم افغانستان ته پاتې شي او که به یې پاکستانیان د چینایانو په سیاسي او اقتصادي مرسته وکړي، څو ګټه یې پاکستان او چین ته ولاړه شي؟

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود پر خپلې فېسبوکپاڼې د واخان مسئلې په تړاو لیکلي، دا به پاکستان وي چې سوېلي اسیا، منځنۍ اسیا او ختیځه اسیا یو له بل سره ونښلوي او افغانستان به د هر څه په څېر دغه مقام په اسانۍ له لاسه ورکړي.

دی وايي: «د افغانستان ستراتیژیک موقعیت چې په خپله شتمني ده، پاکستان ته انتقالېږي، نو د ماشوم (پاکستان) استعماري او استثماري حرکتونو ته – چې تازه د استعمار چلولو په لاره تګ زده کوي- نه ووایئ.»

د یادونې ده، د روسيې بهرنيو چارو وزارت د ۱۳۹۹ کال په کب میاشت کې پر خپله ټويټرپاڼه د افغانستان نقشه – چې د هېواد په شمال کې سرحدي سيمه په کې ناسمه ښودل شوې وه- یو انځور خپور کړی و. په دغه انځور کې د افغانستان سرحد واخان کې له چين سره پرې شوی او پاکستان له تاجکستان سره نښلول شوی ښکاري.

هغه مهال د بشير غفارزي په نوم یوه شنونکي پژواک ته د روسیې دغه کار شوم پلان بللی و او ویلي یې و چې دا ډول کار د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرک کارمل په وخت کې هم شوى و خو د روسيې د بهرنيو چارو وزارت بيا د افغانانو له اعتراضونو وروسته وویل چې دغه نقشه یې له سپوږمکۍ اخيستې او کېدای شي په هغې کې نړۍوال پولې دقیقې نه وي.

د هغه مهال حکومت په دې اړه څه نه و ویلي.

د افغانستان سفارت: د واخان دهلېز په اړه غیرفعال سیاست او نه پاملرنه د زیان لامل ګرځي

د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د افغانستان د مخکني حکومت سفارت د ۱۳۹۳ کال د زمري په میاشت کې د واخان – چترال دهلېز په اړه بهرنیو چارو وزارت ته یو مکتوب استولی و.

په دغه مکتوب کې چې پژواک یې کاپی ترلاسه کړې، راغلي: «پاکستان د ترهګرۍ او نشه يي توکو له مافیا څخه د یوې وسیلې په توګه په استفادې سره هڅه کوي په سیمه کې د خپل شتون په موخه بې‌ثباتي رامنځته کړي.»

د مکتوب له مخې، په تاجکستان کې د فرانسې سفیر د اوسېدنې په ځای کې د پاکستان سفیر د ۱۳۹۳ کال د غبرګولې په ۳۰مه ویلي وو چې د پاکستان د وخت لومړي وزیر نوازشریف د تاجکستان له ولسمشر سره د چترال – واخان دهلېز جوړولو په اړه بشپړې خبرې وکړې او دواړو هوکړه کړې چې دغه مسیر د افغانستان په مرسته جوړ شي نو له دې امله به تاجکستان د پاکستان له لارې ازادو اوبو ته لاره پیدا کړي.

په یاد مکتوب کې په تاجکستان کې د پاکستان د هغه مهال سفیر له قوله راغلي: «پاکستان د دې لارې جوړولو ته جدي لېوالتیا لري، د همدې لارې د امکان سنجۍ مطالعات د اتریشي او هسپانوي سلاکارنو په مرسته د سټلایټ له طریقه شوي دي.»

د مکتوب له مخې، څېړنو ښودلې چې په واخان کې د شاوخوا ۲۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د لس کیلومتره تونل په جوړولو سره تاجکستان له ګوادر بندر سره وصلېږي او پاکستان منځۍ اسیا ته اسانه لاره پیدا کوي.

خو په یاد مکتوب کې د هغه مهال د افغانستان د سفیر دوکتور عبدالغفور ارزو له قوله راغلي: «د تاجکستان ولسمشر پاکستان ته په ۱۳۸۹ کال کې له سفر مخکې په ځانګړې لیدنه کې راته وویل: ډاډمن اوسئ، هيڅکله به پاکستان سره د چترال – واخان کوريډور په اړه خبرې ونه کړم، تاجکستان ته د افغانستان رضایت او ګټې لومړیتوب لري، زما پیغام د افغانستان ولسمشر ته ورسوئ.»

دغه راز عبدالغور ارزو لیکلي، تاجکستان کې د امریکا متحده ایالتونو سفیرې سوزان الیوت د ۱۳۹۳ کال، غبرګولې په دویمه ورته ویلي چې د پاکستان سفیر له دوو کلونو راهیسې پرې ټینګار کوي چې تاجکستان تر فشار لاندې ونیسي ترڅو د چترال – واخان دهلېز پرانیستو سره هوکړه وکړي، خو امریکا له دې امله – چې دغه سیمه د افغانستان ده- د دوی له طرحې ملاتړ نه کوي.

په مکتوب کې راغلي، بې له شکه چې د دغه ډول دهلېز په جوړولو سره به په سیمه کې د سوداګرۍ او ترانزیټ د یوه مرکز په توګه د افغانستان حیثیت ته سخت زیان ورسېږي او دغه هېواد به نور د منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره د نښلولو پل نه وي؛ نو باید د دغه دهلېز ستراتیژیک پلان په جدي او دوامداره توګه تر مطالعې لاندې ونیول شي، که نه هر ډول غیرفعال سیاست او د پاملرنې نشتوالی به د نه جبرانېدونکي زیانونو لامل شي.

هند ولې د واخان دهلېز پرانیستل کېدو پر وړاندې ستونزې جوړوي؟

د پاکستان دوو څېړونکو محمد منیر او محمد شفیق په ګډه څېړنیزه مقاله کې – چې شاوخوا دوه کاله مخکې خپره شوې – د واخان دهلېز جوړولو پر وړاندې ځینو ننګونو ته اشاره کړې ده.

په مقاله کې راغلي: «لومړی د واخان سیمې ځمکه د سړک جوړولو لپاره ستونزمنه ده او ډېرې پانګونې ته اړتیا لري. دویم، چین د واخان دهلېز پرانیستو په برخه کې د ترهګرۍ له امله زړه نازړه دی. درېیم، هند د سي پک مخالفت له امله د واخان دهلېز پرانيستلو په اړه هم د بې‌ځایه انديښنې له امله – چې ښايي افغانستان له چین او پاکستان سره نږدي شي- د افغانانو په منځ کې د چین د انځور خرابولو لپاره پروپاګند کوي.»

سرچینې د هند د پوځ پخواني مشر جنرال «وي کي سینګ» له قوله لیکلي چې هېواد یې په افغانستان کې د خپل نفوذ له لاسه ورکولو خطر لري؛ ځکه چې د چین او پاکستان اړیکو زیانمولو لپاره د واخان په سیمه کې داعش ډلې د حضور په تړاو لابي کوي.

د سرچینې په وینا، هند له همدې امله په ۲۰۰۷ کال کې د ۳۵۰ میلیون هندي روپیو په ارزښت په تاجکستان کې د فرخار اډه ترمیم کړه چې په سیمه کې د چین او پاکستان د تګ راتګ څارنه وکړي او غواړي چې په منځنۍ اسیا کې خپلې ګټې نورې هم زیاتې کړي. د فرخار هوایي هډه په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هند جوړه کړې ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وویل چې د پاکستان په لاس د واخان دهلېز په پرانیسو به هند له رقابتي نظره سخت زیانمن شي؛ ځکه چې د منځنۍ اسیا لوی بازارونه به پاکستان انحصار کړي.

ځیني شنونکي: حکومت باید د واخان موضوع وڅېړي که نه ممکن پاکستان په سیمه کې «اشغال» وکړي

د مخکني حکومت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ډاکټر فریدون بارکزي د زمري په دویمه پر خپلې فېسبوکپاڼې، د افغانستان د سرپرست حکومت مشرانو ته په یوه لیک کې د یادې مسئلې په اړه ځیني وړاندیزونه کړي دي.

دی وايي، د واخان په سیمه کې د چین – تاجکستان او افغانستان ترمنځ ګډه نقطه – چې پاول شیوکوفسکووا نومیږي- د درېیو لورو له خوا په شپږو بېلابېلو موقعیتونو کې منل شوې او هیڅوک په کې بېځایه تصرف نه شي کولی.

هغه زیاته کړې چې مخکې دغه سرحدي نقطه هر کال د دواړو هېوادونو د تخنیکي ډلو په همغږۍ تازه رنګېده خو اوس دې هم سرپرست حکومت د همدې لپاره یوه بېړنۍ کمېټه جوړه کړي چې له دغو سرحدي نښو لیدنه وکړي او جزئیات دې یې له مشرانو او ولس سره شریک کړي.

د بارکزي په وینا، حکومت دې ولس ته ډاډ ورکړي چی د واخان سرحدي نښې – چې ۵۸ کاله پر خپل ځای ثابتې دي- د دوی په واکمنۍ کې به هم د «ملي ناموس» په توګه ساتل کېږي او چینایانو ته دې په ډاګه شي چې دواړه هېوادونه به د یو او بل ځمکنۍ بشپړتیا ته – چې سره کرښه ده- درناوی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د مرکز فیض اباد یوه قومي مشر غلام حیدر اتش‌پور پژواک ته وویل چې ده ۴۰ ورځې مخکې په واخان کې له سرحدي پولو لیدنه کړې، وایي هلته د افغانستان سرحدي ځواکونه ځای پر ځای وو او دا چې په تېرې غبرګولې میاشت کې پاکستان د «بروغیل» په سرحدي سیمه کې د افغانستان خاورې ته په لس‌کیلومتری کې نږدې څلي جوړ کړي وو خو بېرته د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په یاده سیمه کې د افغانستان لږې اوبه هم چې د پاکستان لور ته بهېدې، هغه هم بېرته راګرځول شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکي طارق فرهادي د واخان په اړه وویل، که چېرې پاکستان د واخان له لارې مرکزي اسیا ته د ترانزیټ لاره غواړي نو ستونزه نشته؛ ځکه سوداګري باید وشي، خو هغه اوازې ګواکې چې پاکستان دغه سیمه «غصبوي» نو دا د نړۍوالو قوانینو نقض دی او حکومت باید په دې برخه کې محتاط و اوسي.

هغه وايي: «فکر نه کوم چې د واخان په تړاو رسمي خبرې شوې وي، خو غیررسمي به موجودې وي؛ ځکه پاکستان افغانستان ته تمه لري، که افغانستان کمزوری و اوسي نو دا «خطر» شته، خو حکومت باید ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.»

نوموړي زیاته کړه، پاکستان اوس ډېره اشتها لري خو داسې خبرې باید ورسره وشي چې ترانزیټي لاره ورته پرانیستل شي او که چېرته حکومت کمزوری وي نو ممکن پاکستان په سیمه کې «اشغال» وکړي چې دا بیا پر بلې ستونزې اوړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد صدیق وفا په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې د پاکستان دغه ناوړه اراده باید خلکو ته په ډاګه شي. خو د ده په اند، دا ګام تر هغه نه شي اخیستل کېدای څو په هېواد کې دننه او بهر سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او پخواني او اوسني سیاسي مشران د رکود او لانجې له حالته ونه وځي.

دی وايي: «لکه څنګه چې موږ د افغانستان د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا د ټینګښت او د افغانستان د ملي خپلواکۍ ساتلو ژمنې کوو، باید په عمل کې وښیو چې موږ په خپلو څرګندونو کې صادق یو.»

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلي خو ځواب یې ورنه کړ.

Visits: 1976

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.