اروپايي ټولنې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د د يو ميلیون یورو او ټایوان هېواد د یو میلیون ډالرو ژمنه کړې ده.
د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره، د هندوستان په مرستو دوه نورې، د ا یران درېيمه او د متحده عربي اماراتو لومړۍ الوتکه هېواد ته رارسېدلې دي.
. . .
د ملګرو ملتونو سرمنشي نن امنیت شورا ته په افغانستان کې د روانو حکومتي او سیاسي چارو، بشري حقونو، سیمهییزو همکاریو، امنیتي ستونزو، اقتصادي پرمختیا او بشري مرستو په اړه راپور وړاندې کوي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وايي چې د مالیې پخوانی وزير هدايت امين ارسلا هېواد ته راستون شو.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو سېلابونو د هېواد په اتو ولایتونو کې ۶۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، ۵۰۰ کورونه یې وېجاړ کړي او ۳۵۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.
افغانستان کې د تېرې شپې زلزلې له امله يوازې د پکتیکا ګيان او برمل ولسوالیو کې څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو ژوند بایللی او ۱۵۰۰ زيات ټپیان شوي دي.
د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي د ازبکستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې په نړۍ او سیمه کې له راتلونکو بدلونونو سره ځان برابر کړو او مثبته ګټه ترې واخلو.
هندي رسنۍ وايي، د هندوستان حکومت کابل په کې د اهل هنودو پر یوه عبادتځای له برید وروسته، له سلو زیاتو افغان هندوانو او سېکانو ته برېښنايي ویزې ورکړې دي.
د سټنډرډ ملي اداره وايي چې په هرات کې د بېکیفیته نفتي توکو ۱۶ ټانکر بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت یو پلاوی د تحصیلي نظام د ځواکمنتیا، د بورسونو زیاتولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اکاډمیکو همکاریو لپاره د مرستو راجلبولو په موخه، ترکیې ته تللی دی.
د سرپرست حکومت کابینې کوچیانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکړې کړنلاره او د درې میلیون پاسپورټونو د چاپ په اړه د مالیې وزارت غوښتنه تایید کړه.