د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې خبریالان او ملاتړي بنسټونه یې بايد له ویرې او ګواښ پرته فعالیت وکړي.
د پروان امنیه قوماندانۍ وايي، د دغه ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې د برېښنا ستنو د تخریب په تړاو یې دوه تنه نیولي دي.
ځینې سرچینې وایي، په کابل کې کمېشنکاران د پاکستان سفارت د ځینو کسانو په مرسته د دغه هېواد ویزې تر۷۵۰ ډالرو ترلاسه کوي، خو د پاکستان سفارت دا څرګندونې ردوي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په بلخ کې د تېرې ورځې د چاودنو طراح نیولی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي، کورنیو چارو وزارت د کابل په دشت برچي سیمه کې د وړمې ورځې د چاودنې له قربانیانو سره د خواخوږۍ له امله دوه میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.
په کاناډا کې د افغانستان سفارت وايي، د امریکا متحده ایالتونو کې مېشتو افغانانو ته یې تېره ورځ کونسلي خدمات پیل کړي دي.
د کابل لومړنۍ محکمې د بېلابېلو جرمونو له امله پنځه کسان پر شپږ میاشتني تنفیذي بند او ۳۵ دُرو او دوه نور یوازې د ۳۵ دُرو وهلو پر جزا محکوم کړي دي.
د ټولگټو وزارت وايي، د روان مالي کال له بودیجې به د قراردادي شرکتونو یوه برخه انوایسونه اجرا شي او د دغو شرکتونو د تضمينونو او پورونو ورکړه هم د حکومت په لومړيتوب کې ده.
کابل(پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱): کابل، د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريد غندي، وايي، که د تکرار مخه يې ونه نيول شي بيا به افغانان
. . .
د کابل امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خاکجبار ولسوالۍ کې د دوو ناپېژاندو کسانو مړي موندل شوي دي.
اقتصادي کمېسیون یوه پلاوي ته دنده ورکړې چې پر دولتي شرکتونو د بانکي محدودیتونو کمولو ته یو میکانېزم جوړ کړي. دغه راز کمېسیون وايي، امنیتي ارګانونه دې له برېښنا شرکت سره د پورونو په راټولولو کې همکاري وکړي.