ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: پاکستان دې افغانان متقابل اقدام ته نه مجبوروي

مجاهد: پاکستان دې افغانان متقابل اقدام ته نه مجبوروي

author avatar
16 Apr 2022 - 21:45
مجاهد: پاکستان دې افغانان متقابل اقدام ته نه مجبوروي
author avatar
16 Apr 2022 - 21:45

کابل(پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱): کابل، د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريد غندي، وايي، که د تکرار مخه يې ونه نيول شي بيا به افغانان اړ شي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره په متقابل اقدام لاس پوره کړي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جیټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ په شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د دغې مرګ ژوبلې ډېره په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.

د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد، د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريد په سختو ټکو غندي، ظلم او د افغانستان او پاکستان تر منځ دښمنۍ ته د لارې هوارول يې بولي، وايي چې دا ډول کړنې د هېڅ ملت په ګټه نه دي.

هغه وايي، دا بريدونه پر هغو وزيرستاني کډوالو شوي چې کلونه وړاندې د جګړو له امله راکډه شوي او په خوست کې د ډيورند کرښې په امتداد کې مېشت دي.

مجاهد زياتوي: “نو پر هغو (وزيرستاني کډوالو) باندې بمبار کول، ښځې او ماشومان په شهادت رسول، دا لوی ظالمانه عمل دی، موږ يې غندو.”

هغه وايي، کابل له ټولو لارو کار اخلي چې داسې پېښې بيا تکرار نه شي او د افغانستان د خاورې حريم ته درناوی وشي.

مجاهد زياتوي: “پاکستاني لوری بايد په دې پوه شي چې جګړه که پيل کيږي دا به د هېچا په ګټه هم نه وي، دا به د سيمې د بې ثباتۍ سبب ګرځي، او افغانانو بيا د خپلې خاورې د ساتنې په برخه کې امتحان ورکړی ده.”

هغه زياتوي چې دا نږدې اته مياشتې وړاندې د امريکايانو ماتې يو لوی درس د عبرت د ټولو هغو متجاوزينو لپاره دی چې د افغانستان خاورې، حريت او ازادۍ ته په سپکه ګوري.

دی وايي، افغانان بايد مجبور نه شي چې اقدام وکړي.

ذبيح الله مجاهد وايي، د افغانستان حکومت هڅه کوي چې دا موضوع له سياسي او دېپلوماتيکو لارو حل شي او د بيا تکرار مخنيوی يې وشي.

هغه، د هغه غږيز کلېپ په پای کې چې رسنيو ته يې استولی، وايي: “موږ غواړو چې پاکستانی لوری هم په دې مورد له تعمق او تعقل نه کار واخلي او اشتباهات تکرار نه کړي، چې بيا د افغانانو حوصله که وازمويل شي، بيا به يې نتيجه منفي راوزي، د ملتونو تر منځ د درز او مخالفت سبب کېږي او بيا به افغانان مجبوريږي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره به په متقابل اقدام لاس پوره کوي.”

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.