اقتصادي کمېسیون د کانونو وزارت ته په هرات کې د اوسپنې او په غور کې د سربو کانونو د قرارداد اجازه ورکړه، ویې پتېیله چې د مالګې د کانونو تړونونه دې کورنیو شرکتونو ته ورکړل شي.
د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې نن یو ځل بیا ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر مرسته را ورسېده.
اروپايي ټولنه وايي، تېره ورځ یې افغانستان ته ۳۴ ټنه روغتیايي توکي استولي دی.
کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځيو
. . .
د عامې روغتیا وزارت وايي، د قطر دولت ژمنه کړې چې د ډاکټرانو د روزنې او ظرفیت لوړولو په برخه کې به همکاري کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې له افغانانو سره بشري مرستې اوس د روسیې لپاره لومړیتوب لري.
د ټرایکا غونډې ګډون کوونکي هېوادونه (چین، پاکستان، امریکا او روسیه) وايي، د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي او چمتو دي چې د افغانستان اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار وکړي.
د افغانستان لپاره د چین په غونډه کې امیر خان متقي وایي، متوازن او اقتصاد محوره سیاست افغانستان له ټکرونو ژغوري؛ دغه راز روسیې ویلي چې ملګرو ملتونو کې د تېر رژیم استازی د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.
د چین ولسمشر شي جین پينګ افغانستان کې سوله او ټېکاو د سیمې په ګته بولي او وايي، ګاونډي هېوادونه بايد د افغانانو د ملاتړ لپاره د اجماع رامنځته کولو او همغږي کولو هڅې وکړي.