د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوه خصوصي ټلوېزیون کارکوونکی پر ډزو وژل شوی دی.
د امریکا او ایران چارواکو ویلي، د اټومي پروګرام پر سر د رامنځته شوي جنجال د حل لپاره یوې هوکړې ته نږدې شوې دي.
مخکني حکومت د کابل خاکجبار ولسوالۍ ګزک سیمې ته د کثافاتو د نه لېږدولو امر کړی و، خو پلی نه شو او لا هم دغې سیمې ته د ورځې ۳۰۰۰ ټنه کثافات وړل کېږي چې ځايي خلکو ته یې یو ډول ناروغي پیدا کړې ده.
مرکزي بانک، کابل ته د ۳۲ میلیون ډالر نغدي بشري مرستې د رسېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یادې پیسې د افغانستان نړیوال بانک (AIB) ته وسپارل شوې.
کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، کېدای شي د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امریکا پرېکړه یو ډول
د افغانستان بانک وايي، د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه د افغانانو په حق کې ناعادلانه ده او هیڅ کله دا پرېکړه نه مني.
د افغانستان سرپرست حکومت وایي، هغه بهرني اتباع له بنده خوشي شوي چې پرون د پېژندپاڼو او نورو اړینو اسناد نه لرلو له امله نیول شوي وو.
سیګار وايي، د امریکا د نړیوالې پرمختیايي ادارې (USAID) افغانستان کې ځینې غیر بودیجوي فعالیتونه د دغې ادارې تر مدیریت لاندې پیل کړي دي.
د کډوالۍ نړیواله اداره وايي چې په افغانستان له بېځایه شوو سره په بېړنۍ توګه د بشري مرستو لپاره ۵۸۹ میلیون ډالر مرستې ته اړتیا ده.
په ترکیه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۱ کسان مړه شوي دي.
امریکا د داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر عبدالله غفاري او هغو کسانو په اړه د معلوماتو پیدا کولو په بدل کې لس میلیون ډالره جایزه اعلان کړه، چې د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس لري.
امریکا او جرمني هوکړه کړې چې که روسیه پر اوکراین یرغل وکړي، اروپایي هېوادونو ته د ګازو د نللیکې کارونه به ودرول شي.