ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاروالي: د خاکجبار ګزک سیمې ته د کثافاتو لېږد به ډېر ژر ودروو

کابل ښاروالي: د خاکجبار ګزک سیمې ته د کثافاتو لېږد به ډېر ژر ودروو

author avatar
16 Feb 2022 - 11:58
کابل ښاروالي: د خاکجبار ګزک سیمې ته د کثافاتو لېږد به ډېر ژر ودروو
author avatar
16 Feb 2022 - 11:58

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۰): مخکني حکومت د کابل خاکجبار ولسوالۍ ګزک سیمې ته د کثافاتو د نه لېږدولو امر کړی و، خو پلی نه شو او لا هم دغې سیمې ته د ورځې ۳۰۰۰ ټنه کثافات وړل کېږي چې ځايي خلکو ته یې یو ډول ناروغي پیدا کړې ده.

خو د کابل ښاروالي وايي چې ډېر ژر به یادې سیمې ته د کثافتو لېږد ودروي او په سیمه کې د رامنځته شوې ناروغۍ په اړه به هم له روغتیا وزارت سره همغږي وکړي.

ګزک ته هره ورځ درې زره ټنه کثافات وړل کېږي.

کابل ښاروالي له کلونو راهیسې د کابل ښار د روغتونونو او نور هر ډول کثافت د دغه ولایت د خاکجبار ولسوالۍ اړوند ګزک سیمې ته لېږدوي.

د یادې سیمې د خلکو غبرګونونو له امله مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال په غويي میاشت کې وویل: “د کابل خلک، په ځانګړي ډول ښاروال د خاکجبار پوروړی دی، په ګزګ کې هغه څه رامنځته شوي چې په هيڅ کتاب کې روا نه دي، خلک له بوی او ناروغيو سره مخ شوي؛ د کثافاتو لېږدول منعه کوم او دا زما خبرداری دی، داسې نه کېږي چې کثافت یوې ښکلې ولسوالۍ ته ولېږدوئ او پاملرنه ورته ونه کړئ.”

د کابل پخواني ښاروال محمد داوود سلطانزوی د روان کال د غويي په پنځمه د مخکني ولسمشر د حکم له مخې، د روان کال د غبرګولي له ۱۵مې وروسته یادې سیمې ته د کثافاتو نه لېږدولو امر وکړ.

خو د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي چې دغه امر نه دی پر ځای شوی او د کابل ښاروال په دې وروستیو کې ویلي چې لا هم ګزک ته هره ورځ درې زره ټنه کثافت لېږدول کېږي.

ځايي اوسېدونکي: کثافاتو راته ستونزې او ناروغي پیدا کړي

د ګزک اوسېدونکي محمد عمر د سلواغې په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل: “له دغو کثافاتو ډېر په عذاب یو، د اوړي په موسم کې ډېر بد بوی کوي، مرضونه یې هم راته پیدا کړي، زموږ د کور ماشومان سخت مریضان شوي؛ دانې پرې راختلې، ډاکټر ته لاړ شو؛ په علاج یې هم نه پوهېږي، قسم – قسم دواګانې ورکوي خو کار نه کوي.”

ده خپل کوچنی ورور د پژواک کامرې ته وښود، د هغه پر لاسونو معلومېدل چې دانې پرې راختلې دي.

هغه وايي، په لاسونو یې مرض لګېدلی، څو وارې یې ډاکټر او دمګرو ته بیولی خو درملنه یې نه ده شوې.

د ده په وینا، یادې سیمې ته په لېږدول شوو کثافاتو کې د کابل ښار سپي هم هلته لېږدول کېږي.

محمد عمر زیاتوي: “د سپیو یو غم ده او د کثافاتو د بوی بل، سپي زموږ کورونو ته منډې راوهي، والله چرګان او هر څه یې را نه خوړلي وي، له حکومته غواړو چې دا له دې ځایه بند شي، زموږ د سیمې نوم یې بد کړی.”

د عبدالرحیم په نوم د سیمې یوه سپین ږيري وویل چې د کثافاتو لپاره د لوګر، میدان وردګو، د کابل دهسبز ولسوالۍ او شمالي خواوې هم شته، هلته یې دې دښتو ته یوسي.

دی وايي: “البته دا به چا ته پیسې ورکوي چې دا ځای یې ورته انتخاب کړی خو تکلیف موږ باسو.”

هغه زیاته کړه چې د یادې سیمې اوسېدونکو ته ټولې ناروغۍ له دغو کثافاتو جوړې شوې؛ ځکه څوک پر دغو کثافاتو لږ تر لږه د عفونت ضد درمل نه پاشي او نه هم له دوی سره د ناروغيو مخنیوي لپاره کومه مرسته شوې.

د ده په وینا، دا یې عرض ده چې دا “مرداري” له یاد ځایه لرې شي او یا سمه دوا پرې وشیندل شي.

د ګزک سیمې ملک اصف کړوخېل وايي، په تېرو څو کلونو کې یې څو ځلې یې د دې ستونزې په اړه د کابل ښاروالۍ له چارواکو سره خبرې کړي، خو بیا هم څوګ اقدام نه کوي.

ده وویل، مخکني حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې دغې سیمې ته د کثافاتو لېږدول دروي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دی اوس له نوي حکومته غوښتنه کوي چې یادې سیمې ته د کثافاتو لېږدول بند کړي.

هغه زیاته کړه: «د نوي نظام له جوړېدو وروسته پر خلکو بل ظلم دا کېږي چې مخکې دواپاشي کېده، لږ – لږ یې ستونزې حلېدې، خو اوس ولس له ناروغیو، مچانو او سپیو سره مخ دی.»

ښاروالۍ: ډېر ژر به ګزک ته د کثافاتو لېږد بند کړو

پژواک د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له مالي او اداري مرستیال قاري محب الله خاموش څخه وپوښتل چې ښاروالي د تېر نظام پر مهال ژمنه کړې وه چې ګزک ته د کثافاتو لېږد دروي، خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

ده وویل: “تېر حکومت صرف یو تصمیم نیولی و، خو په عملي ډول یې نه کوم ځای انتخاب کړی او نه یې کومه بودجه د دې لپاره ځانګړې کړې وه، صرف یوه خبره یې د میډیا په مخ کړې وه خو تر اوسه یې کومه عملي چاره نه ده ترسره کړې.”

خاموش وايي، ښاروالي له څه مودې راهیسې کار پیل کړی څو ډېر ژر دغې سیمې ته د کثافاتو لېږد بند کړي.

ده وویل چې د کابل ښار د کثافاتو لپاره په ده سبز ولسوالۍ کې یو ځای ټاکل شوی او دغه موضوع د راتلونکي کال په بودجه کې هم نیول شوې ده.

هغه د کثافاتو له امله خلکو ته د ناروغیو پیدا کېدو په اړه وویل چې تر اوسه ښاروالۍ ته چا داسې شکایت نه دی کړی او لومړی ځل دی چې پژواک ورته دا خبره کوي.

دی وایي چې ښاروالي په پرله پسې ډول ګزک ته د عفونت ضد درمل استوي او د ناروغۍ موضوع به هم ډېر ژر د عامې روغتیا له وزارت سره شریکه کړي څو مخه یې ونیول شي.

Visits: 258

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.