د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو دوو اونیو کې یې ۱۷ غلا شوي موبایلونه بېرته پیدا کړي او ورسره په تړاو یې پنځه کسان هم نیولي دي.
د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او د دې ستونزې د هواري غوښتونکي دي.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په همکارۍ دغه ولایت کې له ۱۴۵۰ زندانیانو سره د روغتیایي کېټونه مرسته وشوه.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۲ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې یو شمېر زدهکوونکي وايي چې ښوونځي يې ودانۍ او پاکې اوبه نه لري او هم یې ښوونکي کم دي.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو په لاس د جوړ شوو ساینسي او رباتیکي توکو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړک د قیر کولو چارې پیل شوې.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.
د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، له مزارشریف څخه دغې ولسوالۍ ته غځیدلي سړک د خرابوالي له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د عدلیې وزارت وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار د شادیانو دښتې سیمه کې د اړوند سندونو او مدارکو د څېړنې پایله کې د دې سیمې څه باندې ۱۰۳۵ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه.
د بلخ ولایت برېښناکوټ (کود و برق) فابریکې مسوولین وایي چې دې فابریکې تېر کال ۳۵ زره او ۲۱۹ ټنه کیمیاوي سره تولید کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP