ژبه

د بلخ چهاربولک ولسوالۍ کې یو شمېر خلک د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي

مزارشریف (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او د دې ستونزې د هواري غوښتونکي دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ او پاکو اوبو نشتوالي له امله اړ دي څو کیلومتره مزل وکړي او د څښاک لپار له ډنډونو اوبه راوړي.

په همدې حال کې د بلخ سیمه‌ییز چارواکي هم دا ستونزه تاییدوي او پر هواري یې ټینګار کوي.

د چهاربولک ولسوالۍ د نوارد اورناغي کلي اوسېدونکي عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه کلي کې شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ ژوند کوي او د سیمې ټول خلک د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي چې په دغه کلي کې د اوبو ځیني ډنډونه دي چې هلته په کې د باران اوبه ذخیره کوي او بیا د څښاک لپاره ترې استفاده کوي.

نوموړی وایي: «کلي کې ډنډونه دي، خاورې خځلې څه چې ان په کې حیوانات لوېږي خو چاره نه لرو، همدا اوبه څښو چې له امله یې د کلي خلک له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخ دي.

عبدالرحیم له سرپرست حکومته غوښتنه کوي څو یادې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د یادې ولسوالۍ د کوره‌چي کلي اوسېدونکی اسدالله هم شکایت کوي چې د دې ولسوالۍ ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او ان ځیني خلک له څو کیلومتره لرې لارې پر موټرسایکلونو د څښاک اوبه راوړي.

اسدالله دغه راز په یاده ولسوالي کې د سړک خرابوالی او روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی له عمده ستونزو ګڼي خو زیاتوي چې حکومت باید د اوبو نشتوالي ستونزې ته لومړیتوب ورکړي.

د دې ولسوالۍ د عیسی‌خېلو کلي اوسېدونکی نورمحمد هم وایي چې کلیوال یې د چهاربولک ولسوالۍ د نورو کلیو د اوسېدونکو په څېر د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

نورمحمد دغه راز وايي چې د بلخ ولایت په نورو ولسوالیو کې د څښاک اوبو رسولو شبکې جوړې شوې خو دوی ته پاملرنه نه ده شوې.

هغه له حکومته د دې ستونزې هوارولو غوښتنه وکړه.

بلخوا، د چهاربولک ولسوال غلام‌دستګیر جلالي هم د خلکو یاده ستونزه مني او پر هواري یې ټینګار کوي.

نوموړی وایي: «د چهاربولک ۱۷۲ کليو کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسان ژوند کوي چې ۹۰ سلنه خلک یې د اوبو ستونزه لري او یوازې څو کلیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې دي.

هغه د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت هڅه کوي هغه سیمې چې پخوا جنګ ځپلې وې، خلکو ته یې خدمات ورسوي او ژر به دغه ستونزه هم حل کړي.

د یادونې ده، د چهاربولک ترڅنګ د بلخ په یو شمېر نورو ولسواليو چمتال، دولت‌اباد، چهارکنت، شولګره، مارمل او ځینو نورو کې هم خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى نه لري.