د بلخ ولایت مقام د بغلان له سېلابځپلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه، دغه راز په ننګرهار کې بیا له سېلابځپلو سره د مرستو په موخه خېمه ودرول شوه.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یو سپینږیری د بېل په ګوزارونو وژلی دی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو وسلهوال غل د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د افغانستان په کچه دوه زره ښوونځي او یو شمېر کلینیکونه چې د برېښنا له نشتون سره مخ دي، پر لمریزې برېښنا سمبالوي.
د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف او حیرتان بندري ښارګوټي پر لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د یو شمېر افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ، تولید او صنعت د پیاوړتیا په موخه یو شمېر هوکړې لاسیک شوې دي.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د دغه ولایت له حیرتان بندره تېر ۱۴۰۲ کال د څه باندې ۵۷ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله ۱۰ سلنه کموالی ښیي.
د بلخ عامې روغتیا ریاست وایي چې تېر ۱۴۰۲ کال پر جلدي ناروغیو اخته څه باندې ۳۰ زره ناروغانو د مزارشریف حوزوي روغتون ته مراجعه کړې چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله نږدې ۲۰ سلنه ډېروالی ښيی.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار اوومې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو ځوان د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی دی.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت په کوربتوب او ۱۵ ولایتونو د شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پیل شوې.
شمال کې د کار نړۍوال سازمان مسوولین وایي چې هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۶۰ زره کارګر په خپلو کاري سیمو کې د هوا ککړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د بلخ امنیه قومانداني وايي، تېره یوه اونۍ د کوکنارو اړولو کمپاين پر مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې اته سوه جریبه د کوکنارو کښت له منځه وړل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP