د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ښوونځي یوې زدهکوونکې د غالۍ اوبدلو کارګاه په جوړولو سره ۷۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو موټر چپه شوی چې له امله یې یو زدهکوونکی مړ شوی او پنځه تنه ټپیان شوي دي.
ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام نن ۱۶۰ تڼه خوراکي توکي د بلخ ولایت حیرتان سوداګریز بندر کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د بلخ د امنیه قومانداني مسوولین وايي، د مزارشریف ښار د پنځمې حوزې مربوطاتو کې یوه ۲۲ کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د خدیجةالکبرا په نوم د ښځو سوداګریز مارکېټ یو شمېر هټۍ د کرایې نه ورکول کېدو له امله تړل شوې دي.
د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
د خوړو او درملو ملي ادارې مشر وایي چې افغانستان کې د درملو کلنی لګښت یو میلیارد ډالرو ته رسېږي چې ۲۵ سلنه برخه یې له داخلي تولیداتو تامینیږي.
د بلخ عامې روغتیا ریاست وایي، په ۱۴۰۲ کال پر سرطان اخته ۴۹۱۲ ناروغانو د مزارشریف ملکي روغتون ته مراجعه کړې چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله نږدې دوه برابره ډېروالی ښيي.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د حکومتي چارواکو، دیني علماوو، او قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ ۳۰ او ۳۶ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېدې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د ازبکستان له خوا مرسته شوي د سبو، غلو دانو او صنعتي بوټو تخمونه بلخ ولایت ته راورسېدل.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د یوه ۳۲ کلن سړي مړی موندل شوی دی.
د بلخ ولایت پاسپورټ مدیریت مسوولین وایي چې په تېر یو کال یې په انلاین او افلاین بڼه شاوخوا ۴۳ زره ټوکه پاسپورټونه وېشلي او شاوخوا ۲۴۵ میلیون افغانۍ عواید یې ترلاسه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP