شمال کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولین وایي، دغه سازمان به روان میلادي کال کې د هېواد په شمال زون کې له دوه میلیون او په ټول هېواد کې له اوو میلیون کسانو سره مرسته وکړي.
بلخ ولایت کې په لومړي ځل د یوه خصوصي ترانسپورټي شرکت له لوري له مزارشریف څخه هرات ته د مسافرو د لېږد رالېږد په موخه یو ترمینل جوړ او پرانیستل شو.
د بلخ ولایت د نوې تشکیل شوې چاهي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې لومړنیو خدماتو لکه برېښنا، ښوونځي، روغتیایي مرکزونو، سړک او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د پسرلي موسم په رارسېدو سره د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ شادیانو دښتې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
بلخ کې د تېر کال په نسبت سږ کال د وطني پستې بیه نږدې ۴۰ سلنه لوړه شوې خو د نورو وچو مېوو بیو کې یو څه کموالی راغلی دی.
بلخ کې د ایران سرکونسل وایي، اسرائیل د داعش ډلې لپاره اسانتیاوې برابروي او مالي ملاتړ یې کوي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار د نرخونو کنټرول کمېسیون له لوري ۶۰ هغه خیاطانې تړل شوي چې له نرخپاڼې څخه یې سرغړونه کړې وه.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ کې د چاودېدونکو توکو جوړولو پر مهال چاودنې د «داعش» ډلې دوو غړو ته مرګژوبله اړولې ده.
د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
بلخ ولایت کې یو شمېر معلولین وايي، اوسنيو شرایطو ته په پام سره دوی ته ټاکلې تنخوا بسنه نه کوي نو حکومت یې باید د لوړولو اقدام وکړي.
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښار په اتمې او نهمې ناحیو کې د اوبو مدیریت په موخه د یو کیلومتر کانال جوړولو چارې پیل شوې.
د بلخ ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت له مرکز مزارشریف ښاره ټول شوي څه باندې ۲۰۰ کارګر ماشومان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP