د بلخ امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې یې د کوکنارو ۲۰۰ جریب کښتونه اړولي او ورسره په تړاو شاوخوا ۱۰۰ کسان نیول شوي دي.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت روان کال په دغه ولایت کې د مولانا جلالالدین محمد بلخي خانقاه د بیارغولو چارې پیلوي.
د ۲۰۹ الفتح قولاردو مسوولین وایي، جوزجان ولایت کې یې د تېر حکومت یوه سیمهییز قوماندان له کوره د مهماتو یوه لویه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
بلخ کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ رمضان جام د کرکټ لساوریزې سیالۍ پیل شوې.
مزارشریف (پژواک، د روي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د نیالګیو او تازه ګلانو پلورونکي وایي، سږ کال د تېرو کلونو
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال له پیله تر دې دمه دغه ولایت ته له ۶۰ بېلابېلو هېوادنو څه باندې ۸۰۰ بهرني سیلانیان راغلي دي.
بلخ ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ له ډېرېدو سره د قیمتي ډبرو او له ډبرو د جوړ شوو قیمتي توکو بازار ښه شوی دی.
بلخ کې ورزشي مسوولين وايي چې د افغان او پاکستاني ورزشکارانو په ګډون د«کې ون کېک بوکسېنګ» دويم پړاو سيالۍ د دغه ولايت مرکز مزارشريف ښار کې ترسره شوې.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې په شمالي ولایتونو کې د واورې وریدو او سړې هوا له امله شل کسان مړه او شاوخوا ۵۰ زره څاروي تلف شوي دي.
بلخ کې د وزلوبې سیالۍ چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د حاجي مقیمبای وزلوبې په لوبغالي کې پیل شوې وې، د «یما پټرول» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د ۲۰۹ الفتح قولاردو مسوولین وایي چې په شمالي ولایتونو کې یې د واورې ورښت پر مهال سلګونه کسان او څه باندې ۶۰۰ زره څاروي له تلف کېدو ژغورلي دي.
په بلخ کې یو شمېر معلولین وايي چې دوی د ټولنې تر ټولو اړمن خلک دي او نړۍواله ټولنه په ځانګړې توګه د خوړو نړۍوال پروګرام دې ورسره مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP