د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې رېکشاوو ته د لومړي ځل لپاره د اسنادو ورکولو بهیر پیل شو چې په ترڅ کې به یې پنځه زره رېکشاوو ته پلېټ ورکړل شي.
د بلخ حکومتي مسوولین وايي چې په تېرو ځو ورځو کې په دغه ولایت کې د واورې ورېدو له امله یو شپون مړ، نږدې یوولسنیم زره څاروي تلف شوي او دوه کورونه نړېدلي دي.
د بلخ حکومتي مسوولین وايي چه په دغه ولایت کې و واورې ورېدو له امله څلور زره څاروي تلف شوي او د شپږو ولسوالۍ لویې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.
د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي چې ترکمنستان ته د سفر پر مهال یې د دغه هېواد له چارواکو سره د ټاپي پروژې او لاجورد لارې جوړولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د بلخ د اوسپنې پټلۍ ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په ۱۱ مياشتو کې د حيرتان بندر له لارې شاوخوا ۲،۸ ميليون ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
په بلخ کې د ۱۴ ولایتونو شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون د وزلوبې سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام وکړي.
ستره محکمه وایي، بلخ کې یې يوې ښځې او یوه سړي ته د نامشروع اړیکو په جرم د جزا دیوان په حکم تعزیري سزا ورکړې ده.
د سرپرست حکومت له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره له عربي متحده اماراتو (دوبۍ) څخه مزارشریف ته د هوايي کارګو له لارې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي راورسیدل.
بلخ ولایت کې یو شمېر داخلي بېځایه شوې کورنۍ وايي، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي چې حکومت دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
بلخ کې د شیرینبویې سوداګر او پروسس کوونکي له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې دغه بوټي ته دې له هېواده بهر بازار پیدا کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، ۱۵۰ بوتله یو لېتره شراب يې ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د ابوبکر صدیق څلورلاره کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP