د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خدمتونو برابرولو ادارې (UNOPS) دفتر په مالي ملاتړ یې د دغه ښار یو شمېر ناحیو کې ۱۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د بلخ سیمهییزو راډیوګانو مسوولین په دغه ولایت کې د برېښنا بیې له لوړوالي شکایت کوي او له حکومته یې د کمولو غوښتنه کوي.
بلخ ولایت کې په تېر یوه کال کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۰۸ کسان مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي.
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي چې د ښاري نظم په موخه یې له دغه ښاره د غرفو او سړک غاړې پلورونکو ټولولو لړۍ پیل کړې، خو دغه کاروباریان بیا د ځانګړي ځای غوښتنه کوي.
مزارشریف کې د ایران سرکنسل وایي چې هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل او ښې اړیکې لري او غواړي پراخې یې کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، مزارشریف ښار کې یې یو هغه کس نیولی چې له جوماتونو څخه به یې د خلکو بوټان غلا کول.
د بلخ ځینو سیمهییزو ادارو په ګډه په دغه ولایت کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل کړ او مسوولين وايي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۵۰ زره نيالګي کېښودل شي.
د عامې روغتيا سرپرست وزير وايي چې دا مهال په هېواد کې د ناروغانو لپاره ټولټال ۱۱ زره بستره دي، خو په ابتدایي ډول ۴۵ زره بسترونو ته اړتیا ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د کار نړۍوال سازمان په مرسته د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شو.
بلخ کې د درملو تولید فابریکو مسوولین وایي، که له بهره د دوی تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو طبي توکو او درملو بندیز ونه لګول شي؛ نو ښایي فابریکې یې له سقوط سره مخ شي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یوه کس د خپلې کورنۍ څلور غړي وژلي او وروسته تښتېدلی دی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې زرګونه لېتره شراب او لسګونه کیلوګرامه نور نشهیي توکي راټول کړي او سوځولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP