د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې له کتاب لوستلو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او هره ورځ لسګونه ځوانان عامه کتابتون ته د مطالعې په موخه ورځي.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې ۹۵ زره کسان پر بېلابېلو نشهيي توکو روږدي وو چې سږ کال یې د درېیو زرو کسانو درملنه شوې ده.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یو ازبکستانی وګړی له سلګونه بوتل شرابو سره نیول شوی دی.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي چې د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د قوشتیپې کانال د سربند چارې ۴۰ سلنه مخ ته تللې او پاتې به تر راتلونکي کال پورې بشپړې شي.
بلخ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښاروالۍ اصولو خلاف لګول شوې د اعلاناتو لوحې راټولې کړې دي.
په بلخ ولایت کې د څلورو ولایتونو په کچه د فوټبال پيل شوې سیالۍ د هرات لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت یوه پلاوي بلخ ولایت د سفر پر مهال ویلي، خلک له وېرې پرته د اسلامي امارت له مسوولینو شکایت کولای شي او شکایتونو ته به يې رسېدنه کېږي.
مزارشریف کې د ایران قونسلګري وايي، د ایران هوایي شرکت «یزد ایر» د تهران او مزارشریف ترمنځ خپلې الوتنې پيل کړې دي.
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف اتمې او نهمې ناحیې مربوطاتو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د دوو سړکونو پخولو چارې پیل شوې.
د بلخ یو شمېر کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو د خرابېدو له امله اندېښمن دي او په ټینګار سره وايي چې حکومت دې سړې خونې جوړې کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار بېلابېلو ساحو کې یې لسګونه کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار اوسېدونکي د ښار هوا له ډېرې ککړتیا شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP