د بلخ کروندګر وایي چې اقلیمي بدلونونو او وچکالیو په دغه ولایت کې کرنیزه برخه زیانمنه کړې او له امله د حاصلاتو کچه هم ټیټه شوې ده.
بلخ کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې چاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړي دي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو غل له امنیتي کسانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
په بلخ کې د ډاکټرانو له خوا د شفري نسخو لیکلو په تړاو د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د شفري نسخو مخنیوي په موخه یې جدي اقدامات پيل کړي دي.
د بلخ اوسپنې پټلې ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت د حیرتان سوداګریز بندر د اوسپنې پټلي له لارې هره ورځ شاوخوا لس زره ټنه توکي صادر او واردیږي.
بلخ ولایت کې یو شمېر نابینایان وایي چې حکومت دې د زدهکړو زمینې برابرولو ترڅنګ په حکومتي او نورو ادارو کې دوی ته د کار کولو فرصتونه هم برابر کړي.
بلخ کې د کونځل غوړيو يو شمېر توليدوونکي وايي چې بهر ته د کونځل دانو صادراتو له امله په دغه ولایت کې د هغو د غوړيو بیه بېسارې لوړه شوې ده.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې ۴۶۰ میلیون افغانیو په لګښت په دغه ولایت کې د یوه سړک او لسو چیکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې.
ځایي سرچینې وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې سلګونه لېتر الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي او بلخوا سرپل کې د ۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک د قاچاق مخنیوی شوی او د دواړو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د الفتح قول اردو مسوولین وایي چې د بلخ مرکز مزارشریف ښار اوومه ناحیه کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۰۰ بوتله شراب کشف او ترلاسه کړي دي.
د بلخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي چې له پاکستانه راستنو شوو ۲۵۰ افغان کډوالو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
د بلخ کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۲۵ هکټار ځمکه زعفران کرل شوي خو د حاصلاتو کچه يې د تېر کال په پرتله نیمایي راکمه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP