ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې سږ کال د وطني پستې بیه نږدې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده

بلخ کې سږ کال د وطني پستې بیه نږدې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده

author avatar
6 Apr 2024 - 12:25
بلخ کې سږ کال د وطني پستې بیه نږدې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده
author avatar
6 Apr 2024 - 12:25

مزارشریف (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): بلخ کې د تېر کال په نسبت سږ کال د وطني پستې بیه نږدې ۴۰ سلنه لوړه شوې خو د نورو وچو مېوو بیو کې یو څه کموالی راغلی دی.

مزارشریف کې د وچې مېوې یو پلورونکی جمشید وایي چې د تېر کال اخترونو په پرتله یې سږ کال اختر کې کاروبار ښه شوی او هم ښار کې د پخوا په نسبت ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې ده.

هغه زیاتوي چې سږ کال د وچې مېوې بیه د تېر کال په پرتله راټیټه شوې خو د وطني پستې بیې کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د نوموړي په وینا، تېر کال د یو کیلو وطني پستې بیه شاوخوا ۷۰۰ افغانۍ وه خو سږ کال یې بیه شاوخوا ۱۱۰۰ افغانیو ته رسېږي.

حسیب‌الله یو بل هټۍوال هم وایي چې د تېر کال په پرتله یې سږ کال کاروبار ښه شوی خو مني چې سږ د وطني پستې بیه لوړه شوې ده.

هغه زیاتوي چې د تېر کال پر پرتله سږ کال د پستې په یو کیلو بیه کې شاوخوا ۴۰۰ افغانۍ لوړوالی راغلی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال يو کيلو پسته په ۶۵۰ افغانۍ پلورل کېده خو سږ کال یې بیه نږدې ۱۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

حسیب‌الله دغه راز وویل، سږ کال د نورو وچو مېوو بیې ټيټې شوې دي او په وینا یې د تېر کال پر پرتله د یو کیلو ممیزو بیه کې ۵۰ افغانۍ، یو کیلو بهرنیو نخودو بیه کې ۷۰ او یو کیلو بادامو بیه کې شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ کموالی راغلی دی.

دغه راز، مهران واحد د مزارشریف اوسېدونکی چې د وچې مېوې پېرلو په موخه راغلی، وایي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د وچې مېوې بيه ټیټه شوې ده.

د دغه ولایت بل اوسېدونکی محمدیاسین هم وایي چې تېر کال یو کیلو پسته ۷۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۱۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې او د نورو وچو مېوو بیې ټیټې شوې دي.

په همدې حال د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین بیا د وطني پستې بیې د لوړوالي لامل د پستې د حاصلاتو کموالی او بهر ته یې د صادراتو د کچې لوړېدل بولي.

د یاد ریاست د ترویج مدیر محمدحسین عظیمي وایي، بلخ کې تېر کال سړې هوا د پستې ونې زیانمنې کړي او له امله یې د حاصلاتو کچه هم هم تر ډېره ټیټه شوې ده.

نوموړی د پستې د بیې لوړوالي لامل بهر ته د دې مېوې د صادراتو ډېروالي ګڼي او تمه ښيي چې راتلونکي کال ته به یې د حاصلاتو برخه کې د پام وړ زیاتوالی راشي او هم به یې بیه بېرته راټيټه شي.

د یادونې ده چې تېر کال بلخ کې د پستې ترڅنګ د نورې وچې مېوې بیه هم لوړه وه او خلکو یې په اړه شکایت درلود.

Visits: 79

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.