ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ نهرشاهي ولسوالۍ شادیانو دښتې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

د بلخ نهرشاهي ولسوالۍ شادیانو دښتې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

author avatar
9 Apr 2024 - 13:48
د بلخ نهرشاهي ولسوالۍ شادیانو دښتې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی
author avatar
9 Apr 2024 - 13:48

مزارشریف (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د پسرلي موسم په رارسېدو سره د دغه ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ شادیانو دښتې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

د دې ولسوالۍ شادیانو دښتې زرغونو تپو او غرونو د مزارشریف اوسېدونکو سربېره د هېواد له شمالي ولایتونو څخه یو شمېر سیلانیان ځان ته جذب کړي چې هره ورځ سلګونه کسان د سیل لپاره ورځي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله نوراني وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال او په ځانګړي توګه د پسرلي راتګ سره، د نهرشاهي ولسوالۍ شادیانو سیمې ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په هېواد او په ځانګړې توګه د بلخ ولایت کې ډاډمن امنیت د دې لامل شوی چې خلک له وېرې پرته دې ولسوالۍ ته سفر وکړي.

نوراني ډاډ ورکوي چې د اختر شپو او ورځو کې خلک په ازاده توګه کولای شي د دې سیمې سربېره د بلخ ولایت له نورو لرغونو سیمو څخه هم لیدنه وکړي.

بلخوا، یو شمېر سیلانیان چې د بلخ له بېلابېلو سیمو څخه یادې سیمې ته ورغلي، وايي، خوښ دي چې امنیت ټینګ شوی او دوی د سيل او تفريح لپاره دې سیمې ته تللی شي.

د دغو کسانو له ډلې سمیع‌الله اماني پژواک ته وويل، له مزارشریف څخه د دې سیمې لیدلو ته ورغلى، خوښ دی چې له خپلې کورنۍ سره یې د دې سیمې ننداره وکړه.

دغه راز یو بل سیلانی محمدنعیم چې له خپلو ملګرو سره دغې سیمې ته ورغلی، وایي چې شادیانو دښته واقعا په لیدو ارزي.

هغه له هېوادوالو غوښتنه وکړه چې د شادیانو دښتې پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

صمیم هم له مزارشریف څخه دغې سیمې ته ورغلی، هغه وایي چې په لومړي ځل یې بلخ کې دغه ډول ښکلې سیمه لیدلې او خوښ دی چې د خپلو ملګرو سره یې پخلی کړی او یادګاري عکسونه یې اخیستي دي.

د يادونې ده، نهرشاهي ولسوالۍ د بلخ مرکز مزارشریف ته تر ټولو نږدې ولسوالي ده چې شادیانو دښته یې له دغه ښاره شاوخوا لس کیلومتره واټن لري.

Visits: 55

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.