ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د بلخ – هرات لین مسافروړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړ شو

مزارشریف کې د بلخ – هرات لین مسافروړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړ شو

author avatar
17 Apr 2024 - 14:44
مزارشریف کې د بلخ – هرات لین مسافروړونکو موټرو لپاره ترمینل جوړ شو
author avatar
17 Apr 2024 - 14:44

مزارشریف (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): بلخ ولایت کې په لومړي ځل د یوه خصوصي ترانسپورټي شرکت له لوري له مزارشریف څخه هرات ته د مسافرو د لېږد رالېږد په موخه یو ترمینل جوړ او پرانیستل شو.

د بلخ ولایت د ځمکني ترانسپورټ رییس ذبیح‌الله مجاهد وایي چې دغه ترمینل په لویو لارو کې د ګڼه‌ګوڼې مخنیوي او مسافرو ته د اسانتیا په موخه پرانیستل شوی.

هغه وایي: «دغه لین تازه جوړ شوی، موټر به د مزارشریف له کمربنده حرکت کوي او تر هراته پورې به سفر کوي؛ دا د خلکو، په ځانګړې توګه ناروغانو لپاره یو سهولت دی، د بلخ – هرات مسیر لپاره موږ ۵۰ نوي رنګ شوي موټر برابر کړي دي.

ورته مهال، د خُلم میلاد ترانسپورټي شرکت مسوول نصرالله د بلخ – هرات لویې لارې ټولو موټرچلوونکو او مسافرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټینکار کوي او وايي چې د هرات مسافر دې له مشخص تمځایه سفر وکړي.

بلخوا، موټرچلوونکي د یاد تمځای پر جوړېدو خوښي څرګندوي.

د بلخ – هرات لویې لارې یوه موټرچلوونکي محمدسمیع پژواک ته وویل چې تر نورو لویو لارو دغه لاره د مسافرو لپاره لنډه او کم لګښته تمامیږي.

هغه له نورو چلوونکو غوښتنه وکړه چې د دوی له ثبت شوو موټرو پرته دې پر دغه مسیر له چلېدو ډډه وکړي.

محمدسميع وایي: «د میمنې له موټرچلوونکو دا هیله لرو چې زموږ مسافر دې په خپلو موټرو کې نه انتقالوي، د دغه لین په جوړېدو سره موږ د ترانسپورټ ریاست او له شرکتونو ډېر منندوی یو.

د یادونې ده، له دې مخکې د بلخ او هرات ولایتونو مسافرینو په نورو لارو دغو ولایتونو ته سفرونه کول.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.