<p style="text-align: justify;">مزارشریف (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د یوه ۳۲ کلن سړي مړی موندل شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې د شېرزي په نوم یو ۳۲ کلن ځوان تېره پنجشنبې د مزارشریف ښار د لومړۍ ناحیې د خالد ابن ولید له ښارګوټي ترېتم شوی و.</p>
<p style="text-align: justify;">خبرپاڼه زیاتوي چې د یاد کس مړی پرون (جمعه) د بلخ د دهدادي ولسوالۍ د امام بکري پله سیمه کې موندل شوی دی.</p>
<p style="text-align: justify;">د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، یاد کس په تېر حکومت د غلا په تور بندي شوی و نو ښایي د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی وي.</p>