د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ټیکا موسسې له لوري یو شمېر معلولو ښځو او د شهیدانو وارثینو ته د خیاطۍ د زدهکړې یو مرکز پرانیستل شو.
په بلخ او لغمان ولایتونو کې د ۴۲ میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو سړکونو د پخولو او درېیو سړو خونو د بیارغولو چارې پيل شوې.
د بلخ په چمتال او بلخ ولسوالیو کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو شپږو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د دوو سړکونو پخولو چارې پيل شوې.
د بلخ حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې درې وسلهوال وژل شوي دي.
د بلخ کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، سږ کال په دغه ولايت کې د پنبې حاصلات دوه برابره ډېر شوي، خو کروندګر یې د بیې له ټيټېدو شکایت کوي.
امنیتي مسوولین وایي چې د بلخ په زارع، چهارکنت او مارمل ولسوالیو کې ۳۳ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نه ګُنبد (حج پیاده) تاریخي جومات پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغولو غوښتنه کوي.
بلخ ولایت کې د یو میلیون ډالرو په لګښت د نباتي غوړیو تصفیې او پروسس د یوې فابریکې جوړېدو چارې پیل شوې.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او درمل پلورونکي وایي، په دغه ولایت کې ځیني شخصي روغتونونه او ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې لیکي او په دغه کار یې خپل تجارت روان کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP