د بلخ امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې دوه کسان له لسګونه بوتل شرابو او سلګونه «کا» ټابلېټونو سره یو ځای نیولي دي.
بلخ کې یو شمېر سوداګر وايي، حیرتان بندر کې په صادراتي توکو په جبري ډول دوا پاشل کېږي چې له امله یې د دوی کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي خو بلخوا مسوولین بیا د سوداګرو د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د روضې د یوې برخې د بیارغولو چارې پیل شوې.
د مزارشریف ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي چې لاسي پلورونکو د ښار پلې لارې او عمومي واټونه بند کړي، مسوولین باید دغو پلورونکو ته ځانګړی ځای برابر کړي.
د بلخ پوهنتون له ۱۶ پوهنځیو ۱۵۰۰ محصلین فارغ شول او دغه نوي فارغین له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د افغانستان په کچه د اوړو او نورو غلجاتو د عمده پلور بیو ټاکلو په موخه مارکېټ پرانیستل شو.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د نږدې ۱۴۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو سړک کانکرېټ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بلخ کې ځینې قصابان وايي، دولتی مسلخ کې د لوی څاروي پر حلالولو ۱۴۵۰ افغانۍ او د کوچني څاروي پر ذبح کولو ۳۵۰ افغانۍ ورکوي چې دا ورته ډېرې دي او باید کمې شي.
بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلو کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
حکومتي چارواکي وایي چې د بلخ د تختهپل اوبو رسولو پروژې ځنډیدلې چارې بېرته پیل شوې او تمه ده چې ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د بلخ کروندګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري ټیټېدو ته اندېښمن دي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP