Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لغمان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام، الینګار، قرغیو او بادپښ ولسوالیو کې له کډوالۍ تازه راستنو شوو ۳۱۰ کورنیو د کورونو جوړولو لړۍ پیل شوه.
د نورستان ولایت مقام وایي، په پارون ښار کې د نهه میلیون افغانۍ په لګښت د برېښنا د یوې شبکې له بیارغولو وروسته له ۳۰۰ کورونو پرې شوې برېښنا بېرته ونښلول شوه.
د لغمان امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه یې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ سرخکانو سیمه کې په یوه فیلډر موټر کې ۵۵ کیلوګرامه شیشه نیولې او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې له یو خصوصي روغتیایي مرکز څخه د۸۰ ښځینه وو په ګډون ۲۳۲ تنه محصلین فارغ شول.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال لغمان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، اسلامي امارت لکه څنګه چې په افغانستان کې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره کار کوي د سیمې او نړۍ لپاره هم د امن غوښتونکی دی.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د والیبال لوبې پر مهال شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP